د لاس رسي وړ اتصالات

"طالبان 'سرطان' دی خو د افغانستان دسیاست برخه ده"


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې تحلیلي مقاله لیکلې چې د امریکا د دفاع وزیر رابرټگیټس په آند طالبان سرطان دی خو د افغانستان د سیاست یوه برخه ده.

ورځپانه لیکي، ښاغلی گیټس په دې دریو کالو کی اسلام اباد ته د خپل لومړنيسفر په ترڅ کید طالبانوپه بابد ټاکلي دریځ نیولو په برخه کی له ستونزي سره مخامخ وو.

گېټسپه یوه سلسله ویناووکی کله طالبان مصیبت او بلا او کله هم د سرطان ناروغي وبلله ، چی د القاعده او نورو افراطی ډلو سره یو ځای یې د افغانستان او پاکستان پر پولی باندی ځای نیولی دی. ده د پاکستان له مشرانو څخه وغوښتل چیپر هغو طالبانو باندی چید دوی په خاوره کی عملیات کوی هیڅ ډول زړه سوی ونه کړی، او حتی د هغو کسانو لحاظ هم ونه ساتی چی دوی د ډېره وخته یې د خپلو گټو دپاره ډېر مهم بلل.

د واشنگټن پوسټ ورځپانه لیکی ده د پاکستان ټلوېزیونی خپروني ته وویلچی سړی طالبانو تهدښه او بد نوم نه سی ورکولای. دا ټول په خاوره کی دننهپټ غلیمان دي او د هغوی ټول مرکزونه باید له منځه یوړل سی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی چی گېټس د دې خبری تر څنگ دا هم وویل چی پر طالبانو باندی ستگی نه سی پټېدلایاویوازي د هغوی له قوماندانانو سره د روغی جوړی له لاری کولای سو چی په افغانستان کی سوله او ثبات قایم کړو.

ده د جمعې په ورځ په اسلام اباد کید امریکا په سفارت کی ژورنالیسټانو ته وویلد جگړې د ختمولو دپاره بالاخره یوه روغه جوړه لازمه ده . ده زیاته کړه چیموږ دې حقیقت ته متوجه یو چی طالبان په اوسنیو شرایطو کیپه هر سیاسی حل کی باید شامل وی.

ورځپاڼه واییپاکستان ته د رابرټ گېټس د دوه ورځني سفر پځه ترڅ کی د هغه د ویناو په باره کی یو ډول بدبینی موجوده وه. د پاکستان د پوځنطاق تورن جنرال اختر عباس، چی د گېټس سره په دغه سفر کی ملگری وو، خبریالانو ته وویلد امریکا د دفاع وزیرپه دې خبره کی پر غلطه دی چی له طالبانو سره ټولي ډلی په یوه نامه بولی. ده وویل ځینی د بېلو بېلو اهدافو دپاره جنگېږی او په مختلفو ځایونو کی تهدیدونه متوجه کوی. نو سړی دا نه سی ویلای چیهر څوک چی طالب وو هغه بد دی او باید له منځه یوړل سی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه واییسره له هغه چی متحده ایالاتو پاکستان ته څو څو ځله یادونه کړې ده خو جنرال اختر عباسوویل چی د پاکستان پوځد طالبانو پر هغو مشرانو باند ی چیپه کوټه او شمالی وزیریستان کی پټ دي د سمدستی حملې خیال نه لری. ده وویل چی پوځد یاغیانوسره په نورو عملیاتو لگیا دی اود پاکستان عام اولسد طالبانو پر ضد د جنگ د پراخولو ملاتړ نه کوی.

د واشنگټن پوسټورځپاڼه لیکیپه اسلام اباد کید امنیتی تحقیقاتود مرکز ریس امتیاز گل وویلد طالبانو په باره کی د گېټس تبصرې ښایی د پاکستان ډېر کسان د طالبانو پر ضد عملیاتو ته ونه هڅوی. ده وویلد متحده ایالاتو دپالیسی دوه رنگي دلته څرگندېږی چیهغوی طالبان همد سرطان ناروغي بولي او هم واییچی هغوی باید په سیاسی جریان کی شامل کړل سی.نو سړی نه سي کولای چیدده اصل څخه پهانتخابی شکل کار واخلی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکید دفاع وزیر رابرټ گېټس وویلپاکستان ته د ده د سفر یو هدف دا د ی چی د هغه هیواد پوځی او ملکیمشرانو ته اطمینان ورکړی چید هغی سیمی سره یې د اوږدې مودېانډیوالی او اتحاد ذمه وهلې ده . او بیا به د ١٩٩٠ د لسیزی په څېر هغی سیمی ته شا وانه ړوی.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه په پای کی لیکی گېټس دغه راز وویلځینی طالب جنگ سالاران هغه کسان دي چید ١٩٨٠ په لسیزه کی هم سی آی اې او د پاکستاناستخباراتو د هغوی ملاتړ کاوه . گېټس د پاکستان ټلوېزیون ته وویل زه باید په زغرده ووایم چی موږ ټولو له هغو بېلو بېلو ډلو سره اړېکی درلودل چی اوس یې زموږ دپارهستونزي منځته راوړي دي. او ځینو یېدغه اړېکی تر نورود ډېری مودې دپارهساتلي دي.

XS
SM
MD
LG