د لاس رسي وړ اتصالات

د وردکو والي له حملې روغ ووت


افغان چارواکي وايي چې د وردک ولایت والي د یوې ځانمرګې حملې نه روغ رمټ وتلی دی.

دغه حمله د وردک په ولایت کې ددغه ولایت پر والي ښاغلي حلیمي فیدايي باندې وشوه چې په کښي ۴ د ملي اردو عسکر ووژل شول.

د والي ویاند وايي چې د پېښې په سیمه کې د طالبانو یو محلي قوماندان ونیول شو.

د یوه بل خبر د مخې نړېوالې قواووې وايي چې نن د شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د سړک غاړې د بم په چاودنه کې دوه آمریکايي عسکر وژل شوي دي.

دغه راز ناټو دا هم وايي چې یو ۱۶ کلن هلک د خوست ولایت د تڼي په ولسوالۍ کې پر یوه بم وختی او چاودنه رامینځ ته شوه چې په نتیجه کې یې یادشوی هلک ووژل شو.

بل پلوه د پکتیکا په ولایت کې نړېوالې قواووې وايي چې یاغیانو پر یوه ټکسي باندې برید وکړ او درې افغان میرمینې یې ووژلې او دوې نورې یې هم تپي کړې. دوی وايي چې د ټکسي ډرېور ټپي شوې ښځې د ناټو یو روغتیايي مرکز ته یوروړې چیري چې یې درملنه وشوه.

د یوه بل خبر د مخې، د آمریکا هغه موسسه چې د اسلامي افراطیانو ویب پاڼې څاري وايي چې د یاغیانو د یوې ډلې د ویب پاڼې نه یې دا کشف کړي چې په افغانستان کې د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ۱۵ یاغیان وژل شوي دي.

د آمریکا د سایت انتلیجنس موسسه وايي چې د سې شنبې په حمله کې ۱۳ اویغوریان او دوه ترکان وژل شوي دي.

دغه اداره وايي چې د افراطیانو وېب پاڼې دا نه ده په ډاګه کړی چې د افغانستان په کومه سیمه کې یادشوې حمله شوې ده.

XS
SM
MD
LG