هغه په دی ثبت شوی پیغام کی د کریسمس په ورځ د امریکایی د هوایی شرکت په الوتکه باندی د ناکامی حملی مسولیت په غاړه اخیستی. په دی پیغام کی چی نن خپور شو ،بن لادن وویل تر څو چی امریکا د اسراییلو سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکوی ، القاعده به په امریکا باندی نوری حملی هم وکړی. هغه وویل چی امریکا به تر هغه په امن کی نه وی ، تر څو په فلسطین کی امن نه وی راغلی. د سپینی ماڼی مشاور دوید اکسیل راد نن د سی ان ان ټلویزیون ته وویل چیپه دغه پیغام کی د بی گناه خلکو د عام قتلولو ډیر سطحی او بی معنی دلیل راوړل شوی دی. هغه وویل چی امریکا سمدلاسه نشی کولای د دی ټیپ موثقیت تثبیت کړی ،خو دغه ټیپ د پخوانیوټیپونو په شان و. د کریسمس په ورځ یوه ٢٣ کلن نایجریایی هڅه وکړه چی د امریکا هغه الوتکه په بم وچوی چی د امستردم نه د ډیټرایټ په لور روانه وه . په دی الوتکه کی تقریبآ ٣٠٠ مسافر سواره وو. د یکشنبی په ورځ د الجزیری د تلویزون نه خپور شوی دی ثبت شوی غږ کی چی ویل کیږی د اسامه بن لادن غږ دی. ویل شوی چی تر څو په فلسطین کی امن نه وی قایم شوی . تر هغی به امریکا هم رانه په قلاره کنښنی.
تر دی دمه دا تصدیق نه دی شوی چی دا غږ د اسامه دی او که نه. خودا غږ د اسامه سره منسوبو نور فیتو سره نیزدیکت لری. موږ چی د عمر فاروق عبدالمطلب په نوم کوم ځوان درلیږلو . هغه اصل کی د هغه پیغام د تصدیق دپاره و کوم پیغام چی مو درته د کال ٢٠٠١ د ستمبر د یولسمی نیټی د حملو په ژبه در کړی و
|
ا.