د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن د کنفرانس نه د نویو حل لرو توقع کیږي


په لندن کې د جوړېدونکي کنفرانس نه دا توقع کیږي چې د افغانستان د مسئلې لپاره به د حل نورې لارې چارې ولټوي.

ددغه نړیوال کنفرانس په درشل کې ټوله خبره په دې روانه ده چې باید ډیر مسئولیت د ناټو او نړیوالې ټولنې نه پخپله افغانانو ته وسپارل شي، په خاص ډول د مرستو په برخه کې او په پراختیايي چارو کې.

خو اساسي پوښتنه لا تر اوسه په ځای پاتې ده. هغه دا چې، څه ډول دا کار په موثر ډول تر سره شي؟

دلته په لندن کې د کاناډا په سفارت کې، ډیری راټول شوي افغان ماهرینو او د دوی نړیوالو همکارانو وویل چې روانې خبرې تر ډیره پر نظامي چارو ولاړې دي او دې ته ډیره توجه نه ده شوې چې د بې وزلو افغانانو سره څه ډول مرسته شي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي، کای آیډه په غونډه کې د خبرو پر وخت په افغانستان کې د بشري مرستو پر څرنگوالي انتقاد ونکړ خو د ناټو دا اقدام یې وستایه چې د افغانستان لپاره یې یو لوړ پوړی استازی وټاکه چې په دغه ملک کې د بیارغانې چارې ښه تنظیم کړي.

کا آیډه وايي: "زما پیشنهاد دا دی چې موږ یوه ملکي شخص ته ضرورت لرو چې د ولایتي بیارغاونې ډلو یا (پي آر ټي) چارې تنظیم کړي. زه فکر کوم چې د د ولایتي بیا رغاونې د ډلو چارې پراگنده دي".

په دغه غونډه کې د گډون کوونکو ـ په افغانستان کې د مدني ټولنې استازو او د خیریه موسسو غړو پیشنهاد دا وو چې افغان حکومت او د دوی نړیوال ملاتړي باید نوې لارې چارې پیدا کړي چې د طالبانو مسئله هواره کړي، اداري فساد له منځه وړل شي او بې وزلي ختمه کړي.

جانان موسی زی چې ځان یې په آینده پارلماني انتخاباتو کې ولسي جرگې ته کاندید کړی دی، په دې نظر دی چې د افغانستان مسئله یوازې له پوځي لارو نه حل کیږي.

ښاغلی موسی زی وايي: "په افغانستان کې د یوه سیاسي غیرنظامي حل لارې لټون ته ضرورت دی. نه نوازې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ بلکه د نړیوالو تر منځ هم.

یوه داسې دوامداره حل لاره پیدا شي چې که په آینده یو، دوه یا پنځه، لس کاله وروسته خارجیان له افغانستان څخه وځي نو په دغه ملک کې د ټولنیز ژوند او ثبات پایې ټینگي شوي وي". موسی زی په دې باور دی چې دا کار په یوه یا دوه ورځنیو غونډو کې امکان نلري بلکه دې ته ضرورت لري چې د افغانستان ریښتیني آستازې خبرو ته سره کښیني.

اورځلا اشرف نعمت چې له ډیر وخت راهیسې په افغانستان کې له خیریه ادارو سره کار کوي، په دې آند ده چې د افغانستان د مشکلاتو حل د بهرنیانو په لاس کې نه دی او باید پخپله افغانان لاس په کار شي.

میرمن نعمت وايي: "کچیرې پخپله افغانان د سولې د پیاوړتیا او د عدالت د تامینولو لپاره اقدامات ونکړي، د بیرون په واسطه به ډیره مشکله وي چې موږ ډیرې لاسته راوړنې ولرو".

اورځلا نعمت په دې باور ده چې دغه ډول کنفرانسونه ددې لپاره ښي دي چې دنیا د افغانستان له حالاتو نه د یوه ناظر په توگه آگاه شي خو دا وايي چې د مسئلې د حل کیلي پخپله د افغانانو په لاس کې ده.

XS
SM
MD
LG