د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس کرزئ وایی: د سولی او پخلاینې دپاره به لویه  جرگه راغواړم


د نړۍ د ۷۰ ملکونو نه وزیران په لندن کې سره راغونډ شوي دي چې افغانستان ته د ثبات راوستلو او دغه راز د یوې تګلارې د جوړولو په باب چې په لړ کې به یې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي، خبري وکړي.

د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي چې په دغه کنفرانس کې خبري کولې، نن د پنجشنبې په ورځ یې د سولې د پروسې په برخه کې د پاکستان او سعودي عربستان د مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي وویل چې هغه به د قومي مشرانو یو شورا او یاهم د سولې جرګه دایره کړي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې پر بهیر خبري وکړي.

جمهور ریْس کرزي دغه راز خپل پلان هم اعلان کړ چې غواړي د طالبانو غړي عادي ژوند ته راستانه کړي او هغوی ته وظېفې او کورونه ورکړي.هغه زیاته کړه چې افغانستان باید خپل ناراضه ورونه چې د القاعدې او نورو تروریستي شبکو غړي نه وي، پخلا کړي.

ټاکل شوې ده چې نړېوال متحدین به د لندن په غونډه کې د جمهور ریْس کرزي د پلان څخه چې غواړي د طالبانو هغه غړي بیرته ټولنې ته راوبلي چې د القاعدېسره اړیکې ونلري او د تاوتریخوالي نه لاس واخلي.

دبلي خوا د آمریکا د باندنیو چارو وزیرې نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د جمهور ریْس کرزي پلان به چې غواړي طالبان بیرته خپلو ټولنو ته راوبلي، افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستلو کې ډیره مرسته وکړي.

میرمن کلینټن نن د پنجشنبې په ورځ د نړۍ د ۷۰ نه زیاتو ملکونو استازو ته په لندن کې چې دافغانستان د ثبات په باب غونډه کوي خبري وکړې. دغه استازي د یوې داسي تګلارې په جوړولو خبري کوي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

میرمن کلینټن وویل چې د کښتې سطحې طالبان د لازمو امتیازاتو په مرسته کولای شي چې د افغانستان د دیموکراسۍ سره یوځای شي په دې شرط چې د تاوتریخوالي نه لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

میرمن کلینټن زیاته کړه چې د آمریکا متحدهایالات دې ته سترګې په لاره دی چې د افغانستان د پخلاینې اوروغې جوړې د پاره نړیواله وجهي بودیجه پیدا کړي.


XS
SM
MD
LG