د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس اوبامه: امریکا به د افغانستان جنگ کی بریالئ شی


د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د ( سټیټ اف د یونین) په نامه خپله مهمه کلنۍ وینا وکړه او په هغې کې یې د آمریکایانو نه وغوښتل چې په حکومت کې د بودېجې د کسراتو مخنیوی وکړي او د وران شوي اقتصاد په بیارغېدو کې په ګډه کار وکړي.

هغه د افغانستان په وخت د پنجشنبی په سهار د کانګرس دواړو جرګو ته وویل چې دی په دې پوهېږي چې آمریکا د سختو حالاتو سره مخامخ ده او دا چې د ده ځېنې پرېکړې او فیصلې په سیاسي لحاظ د ځینو خلګو خوښې نه دي، مګر هغه په دې خبري باندې ټنګار وکړ چې بدلون راوستل آسانه کار نه دی او دی به دې کار ته دوام ورکړي.

ښاغلي اوباما د کانګرس نه وغوښتل چې د کارونو یو لایحه دي ژر تر ژره ورولېږي. هغه وویل چې د کانګرس غړي باید د هغو اقتصادي ستونزو حلولو ته توجه وکړي چې آمریکا د څو کلونو راهیسي ورسره مخامخ ده.

هغه هوډ وکړ چې د خلګو د پاره به د صحي خدماتو غم وخوري او خبرداری یې ورکړ چې که کانګرس عملي اقدامات ونکړي نو د بیمو د شرکتونو قیمتونه او د بودېجې کسرات به همداسي مخ په لوړیدو وي.

جمهور ریْس اباما یو ورا بیا وعده وکړه چې د اګست د میاشتې تر آخره به د عراق نه ټول آمریکايي محاربوي عسکر راوباسي. هغه په دې باور څرګند کړ چې امریکا به د افغانستان په جګړه کې بریالۍ شي.

XS
SM
MD
LG