د لاس رسي وړ اتصالات

هند غواړي د طالبانو سره د خبرو منځگړیتوب وکړي


د هند د بهرنیو چارو وزیر ( ایس. ایم. کریشنا ) وایی چی دده ملک به شاید وغواړی چی د افغانستان د طالبانو سره خبري وکړی.

هغه په هغه مرکه کی چی نن د شنبې په ورځ د هند د ټایمز په ورځپاڼه کی خپره سوې ویلي دي چی هند به شاید د مذاکراتو کیدو ته زړه ښه کړی.

هغه دا تبصره وروسته له هغه وکړه چی په دې هفته کی په لندن کی د افغانستان په باب یوه نړۍ واله غونډه وسوه چی په کی تقریبا اویا ملکونو هغه پلان منظور کړ چی غواړي طالبان دي د پیسو په ورکولو سره پخلا او بیرته دي ټولني ته را ستانه کړای سی.

کریشنا وویل چی هند د طالبانو سره په درو شرطو معامله کولای سی: یو داچي هغوی د افغانستان اساسي قانون ومني، بل دا چی د القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره اړیکي وشکوي او دریم داچي د تشدد او حملو نه لاس واخلي.

هغه دا هم وویل چی دده په هیواد کی تجربې دا ښئي چی دا سخته ده چی دده په قول « ښه او بد طالبان دي سره بیل کړای سی. »

هند د افغانستان سره ددې دپاره په ملیارډو ډالره بشري او پرمختیایي مرستي کړي دي چی د هغه ملک د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی او د اسلامي یاغیانو د فعالیتونو چی د هند امنیت هم تهدیدوي، مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG