د لاس رسي وړ اتصالات

چین اوباما ته خبرداری ورکړ


چین دامریکا جمهوررئیس براک اوباما ته خبرداری ورکړیدی چی د تیبیت له روحانی مشر دالای لاما سره ملاقات ونکړی. چین وایی چی دا ملاقات به ددواړو هیوادونو ترمنځ خپلمنځی اړیکو ته تاوان ورسوی.

له دالای لاما سره د چین د خبرو د څانگی ریئس ژووي کن د سه شنبی په ورځ خبری کنفرانس کی وویل چی که ښاغلی اوباما له دالای لاما سره ملاقات وکړی نودابه هغی همکار ی او اعتبار ته تاوان ورسوی چی د چین او امریکا ترمنځ موجوده ده.

له دغه خبرداری نه مخکی د چین او دالای لاما د استاځیو ترمنځ تیره اونی خبری شوی وی. خوپه دی مجلس کی د چین له خوانه هیڅ ډول مصالحه د تیبیت د موقف په برخه کی نه وه شوی.

توقع ده چی د داالای لاما دوه استاځی هغه ته د خپل سفر په برخه کی لنډ معلومات ورکړی. رپوټونه وایی چی هغوی له دغه سفر نه تش لاس راغلی دی.

ټاکل شویده چی دغه دوه استاځی له دالای لاما سره نن د سه شنبی په ورځ له ملاقات نه وروسته له خبریالانو سره خبری وکړی. ددوشنبی په ورځ هغوی د تیبیت د جلاوطن حکومت له صدر اعظم کالون تریپا سره خبری وکړلی.

د تیبیت د جلا وطن حکومت نطاق وویل چی دوی په دی تشویقش ویدی چی د چین له حکومت سره یی اړیکی بیرته ټینگی شویدی.

XS
SM
MD
LG