د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس له ترکیې سره د افغانستان په اړه خبرې کوي


د آمریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس متحدو هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې ترکیې ته ورسیدی. ښاغلی ګیټس به د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې او متحدو هیوادونو سره د افغانستان او نورو دوه اړخیزو مسلو په باب خبرې وکړي.

هغه وايي چې د دفاع وزیر ګیټس د ناټو د غړیو هیوادونو په درې میاشتنۍ غونډه کې د برخې اخیستلو دپاره دغه سفر پیل کړی دی.

د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې به د افغانستان د حکومت لوړپوړي چارواکي او په افغانستان کې د ناټو او آمریکايي قواوو قوماندان جنرال مکریستل هم ګډون وکړي.

د جنرال مکریستل دنده دا ده چې په افغانستان کې د ناټو د غړیو هیوادونو د قواوو ترمینځ چارې همآهنګې کړي او د جمهور ریْس اوباما تګلاره چې د ډیسمبر په میاشت کې اعلان شوه، تطبیق کړي.

د جمهور ریْس اوباما د نوې تګلارې په ترڅ کې به افغانستان ته نور ۳۰ زره عسکر واستول شي او دغه لړۍ مخکي له مخکي لا پیل شوې ده. د دې ترڅنګه د ناټو د غړیو ملکونو نه به هم

لږ تر لږه ۷ زره نور عسکر افغانستان ته واستول شي، او د افغانستان د ملی پولیسو او ملي اردو د عسکرو شمیر به هم زیات شي.

د استانبول څخه به ددفاع وزیر ګیټس انقرې، روم او پاریس ته د دوو اړخیزو خبرو د پاره ولاړ شي. د پنتاګون ویاند جیوف موریل وویل چې ښاغلی ګیټس په تکراري ډول ددغو ملکونو د چارواکو سره ګوري او د نورو موضوګانو ترڅنګ به یې د بحث موضوع د افغانستان ماموریت وي. هغه داسي وویل:

مونږ ددغو ملکونو سره د پوځي اړخه پراخې اړیکې لرو او د افغانستان برسېره نور مسایل هم دي چې پرې خبري کېږي زه فکر کوم چې ښاغلی ګیټس به د فغانستان د موضوع برسېره د نورو دوه اړخیزو دفاعي موضوګانو په اړه هم خبري وکړي.

XS
SM
MD
LG