د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند: د نادعلي په عملیاتو کې ٣٢ یاغیان وژل شوي


د هلمند د ولایت حکومتي چارواکي وایی چی د افغان او ناتو د قواو په گډو عملیاتو کی ٣٢ مشکوک یاغیان وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند، داود احمدي وویل چی متحدو قواو پرون د چهارشنبې په ورځ د نادعلي په ولسوالي کی په هغو کورونو باندی برید وکړ چی طالبانو نیولي وو.

دغه سیمه د طالبانو کلک مورچل دی او هغه ځای ته نژدې ده چی افغان او امریکایي قوماندانانو ویلي دي دوی غواړي یوه لویه تعرضي حمله پر وکړی.

دغو قوماندانانو دا نه دي ویلي چی د مارجې په ولسوالي باندی به دغه حمله چی په زرگونو عسکر به برخه په کی لري کله شروع سی . مگر مطبوعاتي رپوټونه دې ته اشاره کوی چی هغه به ژر شروع سی.

په عین حال کی امریکایی چارواکي وایی چی دوی د ناتو په متحدو ملکونو باندی فشار اچولی دی چی د افغان عسکرو او پولیسو د روزني دپاره په زرگونو اضافي روزونکي او ښوونکي ولیږی چی افغان پولیس او عسکر د خپل ملک د امنیتي چارو مسئولیت په خپله غاړه واخلی.

XS
SM
MD
LG