د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ماهر: فکر نه کوم طالبان په سیاسي بهیر کې شامل شي


د پنجشنبی په ورځ دفبروری په څلورمه نیټه ډاکټر واین بم وویل چی افغانان به د یوی ریښتونی روغی جوړی د بهیر هرکلی وکړی چی په هغی کی طآلبان په سیاسی بهیر کی برخه واخلی او جگړه پکی بنده کړی شی. واین بم زیاته کړه چی زه دا تصور نشم کولی چی هغوی له نورو سرپه گډه په حکومت کی برخه واخلی.

دامریکا غږ آشنار ا راډیو د ښاغلی کرزی د پخلاینی د پروگرام په برخه کی له ډاکټر واین بم سره چی په واشنگټن کی د منځنی ختیځ دانستیتیوت غړی دی مرکه کړیده.

پوښتنه: له ډاکټر واین بم نه پوښتنه وشوه چی جمهوررئیس حآمد کرزی له سعودی عربستان نه خواهش کړیدی چی له طالبانو سره د سولی په مذاکراتو کی ورسره مرسته وکړی. لکه څنگه چی تاسی ته معلومه ده نوری افغانی ډلی هم لکه د حقانی ډله او د حکمتیار ډله د حکومت دوسله والو مخالفینو په ډلو کی شاملی دی. دهغوی سره به څه کیږی.؟

ډاکټر واین بم په دی برخه کی داسی وویل :

(..په دی برخه کی عمومی تصور دادی چی هرډول پخلاینه چی له طالبانو سره وشی دا ضرورنده چی هغه د حقانی په ډله باندی هم تطبیق شی. ددی نښی نښانی نشته دی او په هغو بحثونو کی هم داخبره شامله نده چی له گلبدین حکمتیار سره شویدی. څومره چی ماته معلومه ده په دی برخه کی هیڅ بحث ندی شوی چی په هغه کی دی جلال الدین اوسراج الدین او یا حقانی نور خلک شامل وی.

دا خبره به ځکه گرانه وی چی د حقانی ډله له القاعده سره ډیره نیژدی اړیکی لری نظر هغو دوه نورو ډلو ته یعنی د طالبانو او حکمتیار ډلی ته . نوزه په دی عقیده یم چی داسی څه به نه وی چی هغوی ډیر ژر په دغه راز مذاکراتوکی شامل کړی شی.

ډاکټر واین بم وویل ددغومذاکراتو مقصد دادی چی هغه کسان دمذاکراتو میز ته راوستل شی چی خپل ځان له طالبانو سره ملگری بولی خو نظریاتی و ایډیولوژیکی تړاو ورسره نه لری. ددغی پخلاینی په نتیجه کی هغوی خپلی وفاداری بدلی کړی. داډیره واقع بینانه اقدام دی چی وشی او په دی توگه یو ډول روغی جوړی ته سره ورسیدلی شی.

ډاکټر واین بم : که خبره داسی وی چی غیرنظریاتی طالبان دپخلاینی په بهیر کی رابیل کړی شی نو د کویټی شوری به څنگه شی؟

ډاکټر واین بم په دی برخه کی داسی وویل :

(.... د کویټی له شوری سره روغی جوړی ته رسیدل دامانا لری چی سړی به له داسی خلکو سره معامله کوی چی هغوی ددی سابقه لری چی دمصالحی اوروغی جوړی دخلکو له جملی نه ندی. هغوی په دی عقیده دی چی وخت د هغوی په گټه روان دی. که څوک غواړی چی له هغوی سره کوم ډول روغی جوړی ته ورسیږی نو، ترزیاتی اندازی پوری به دهغوی په شرایطؤ برابره وی.)

ډاکټر واین بم وایی داتصور به گران وی چی هغوی خپله وسله په زمکه کیږدی، له القاعده نه صرف نظر وکړی او ترک به یی کړی. که څه هم هغوی به په دی تظاهر وکړی چی داکار به وکړی. خو دابه د تاکتیکی دلایلو پر بناوی. او هغوی به دیته چمتووی چی په یوه سیاسی بهیر کی برخه واخلی. زما یقین دادی چی هغوی به په داسی سیاسی بهیر کی برخه وانخلی چی حآمدکرزی پکی جمهوررئیس وی. څومره چی دافغان طالبانو د قوماندی ډله موږ پیژنو، داناممکنه ښکاری چی سړی یی تصوروکړلی شی.

ډاکټر واین بم ! ښاغلی کرزی دی بهیر ته ډیر خوشبین ښکاری په داسی حال کی چی یوشمیر نورافغانان ورته د شک اوتردید په نظر گوری. هغه کسان چی په دی مسله شک کوی هغوی وایی چی دملی پخلاینی بهیر د مسکو طرفدار رژیم مشر نجیب الله هم اعلان کړی و. دهغه د گوند مشر د پخلاینی د بهیر نه یوه میاشت وروسته اعلان کړی و چی شپیتوزرو معتدلو جنگیالیو دملی پخلاینی بهیر منلی دی اوله حکومت سره یوځای شویدی. خو د نجیب الله انجام په پای کی ټولو ته معلوم دی. تاسی په دی برخه کی څه فکرکوی چی دابهیر به دکامیابی څومره فرصت ولري؟

ډاکټر واین بم په دی برخه کی داسی وویل:

(..... زما هم دا په یادیږی چی کمونیستی حکومت داهلی ځلی وکړلی. خو ترهغی نیژدی مثال دادی چی دافغانستان حکومت په تیرو څوکلونو کی حکومت د پخلاینی کومیسیون او پروگرام درلود. هغوی دا فرصت درلود که څه هم ښه مشرتوب او رهبری یی نه درلودله خو دافرصت یی درلود چی له هغوکسانو سره خبری وکړلی چی ښایی دیته لیوال واوسی چی له حکومت سره یوځای شی. خو حکومت په دی برخه کی ډیره کمه کامیابی ترلاسه کړله.

ډاکټر واین بم زیاته کړله چی ددی علت چی دوی ډیره کمه کامیابی ترلاسه کړله داو چی حتی په هغو ځایونو کی چی دوی یو څه کامیابی هم ترلاسه کړله په خپلوهغوی وعدویی وفاونکړله چی دوی کړی وی.

نو په دی خبره به هغه کسان پوهیږی چی حکومت اوس ترینه د روغی جوړی خواهش کوی چی له طالبانو سره خپله وفاداری ختمه کړی. حکومت په دی برخه کی یوه سابقه لری اوهغه ډیره ښه نده.

ډاکټر واین بم د ښاغلی کرزی په باب په دی برخه کی داسی وویل :

(... ترکوم ځای چی داخبره په حامدکرزی پوری اړه لری؛ که څوک غواړی په دی کی بدبینی ولری اوعیبجویی وکړی نو هغه فشارونه چی ښاغلی کرزی له داخل نه او له بهر نه ورسره مخامخ دی، ټول به په نظر کی ونیسی او دابه ووایی چی ددی فشارونو په نظرکی نیولو سره هغه پریکړه وکړه چی د خپلاینی بهیر دخپل ځان لپاره دیو مهمی پروژی په توگه غوره کاندی. په دی توگه به هغو خلکو مخه او انتقادونه بل لوری ته واوړی چی په دی نیژدی وخت کی په ده باندی کیږی. )

وایم بم وایی چی دی غواړی د یوه سوله کوونکي په توگه تبارز وکړی. ښاغلی کرزی فکر کوی چی د پخلاینی اوسولی بهیر به ده ته هغه ملاتړ ورپه برخه کړی چی په بله لاره یی نشی ترلاسه کولی. ځکه په دی کی هیڅ شک نشته دی چی افغانان به د یوی ریښتونی روغی جوړی د بهیر هرکلی وکړی چی په هغه کی طآلبان په سیاسی بهیر کی برخه واخلی او له جگړه بنده کړی.

ډاکټر واین بم وایی چی زما خپل نظر دادی چی داهرڅه اوس له وخت نه مخکی دی. بالاخره هرڅوک غواړی چی دابهیر سرته ورسیږی. خو داکار هغه وخت کیدلی شی چی په طالبانو کی مختلف خلک په دی فیصله وکړی چی حکومت او نړیوالی قواوی بالاخره په دی جگړه کی بریالیتوب ته رسیږی.

هغوی په دی پوه سی چی دا د جگړی گټوونکی خواده. ډاکټر واین بم وایی په داسی حال کی چی دا تصور ډیرقوی دی چی حکومت او نړیوالی قواوی به ترډیروخت پوری هلته په افغانستان کی نه وی او په داسی وخت کی د سولی د خبرو غوښتنه کیږی؛ اواوس د مذاکراتو له لاری نه د حل چاره لټوی نو داکار دامانا لری چی هغوی په خپله کمزوری باندی اعتراف وکړی. دادهغوی قوت نه ښکاره کوی.

XS
SM
MD
LG