د لاس رسي وړ اتصالات

مکریستل: په مارجه کې غټ پوځي عملیات پیلېږي.


په افغانستان کی د ناټو قوماندانان وایی د هیواد په جنوب کی د طالبانو پر پوځی مرکز باندی د یرغل نه یې هدف توندروانو ته د ماتی ورکول او د خلکود ملاتړ ترلاسه کول دي. د امریکا ږغ خبریال ایاز گل د اسلام اباد نه دغه رپوټ رالېږلی دی.ټاکل سوې ده چی د متحده ایالاتو اوبرټانیې پوځیان د ټروریزم پر ضد په د ې اته کلن جنگ کې پر طالبانو باندی یو له تر ټولولویو او پراخو یرغلونو څخه وکړی.

ددغه یرغل هدف به د هلمند په ولایت کی د مارجې ښارگوټی وي. د مارجې اولسوالي په دغه سیمه کی د کوکنارو دکښت او کروندې یو له تر ټولو مهمو مرکزونو څخه دی. په سل هاوو ملکي خلک د یرغل له پیل کېدلو څخه مخکی، چی د ناټو او افغانستان پوځیان برخه پکښی لری، ددغی سیمی څخه محفوظو ځایونو ته تللی دي. پوځی قوماندانان وایی د یاغیانو پر ضد ددغی ستراتیژی اصلی هدف دا دی چی توندروان له ملکی خلکو څخه بېل سی او کله چی یو ځل دغه یرغل پیل سي نو ملکی خلکو ځانونه محفوظو ځایونو ته رسولي وي.

په افغانستان کی د بین المللی قواوو امریکایی قوماندان جنرال سټېنلي مک کریسټل وایی ددې یرغل هدف دا د ی چی خلک په دې وپوهول سی چی د افغانستان حکومت پر امنیت باندی خپل کنټرول زیاتوی. دغه جنرال وویل محلی خلک، چی د طالبانو او دمخدره موادو ترکنټرول لاندی سیمو کی ژوند کوی، چندانی ازادي نه لری نو موږ کوښښ کوو چی داسی وضع منځته راوړو چی هر کله په هغه سیمه کی امنیت ټینگ کړ نو دوی به ازادي ولری، او چی څه یې زړه غواړی هغه به کولای سی. دوی به کولای چی څه یې زړه وغواړی هغه وکري، دوی به دا توان ولری چی څهچی تولیدوی هغه مناسبو بازارونو ته ورسوی. دوی به نور د مخدره موادو په هغو قاچاقبرانو پوری تړلي نه وی چی دوی په وچ زور د کوکنارو کرلو ته مجبوروی. نو موږ کوښښ کوو خلک په دې پوه کړو چی دا یوازي پوځی عملیات نه دي، بلکه په سیمه کی په امنیتی وضع کی تغیر راوستل او د حکومتی چارو بهترول دي.

ویل کېږی چی مارجه دهلمند په ولایت کی وروستنی ښارگوټی دی چی اوس هم د طالبانو ترکنټرول لاندی دی او ایتلافی قواوو په پخوا کی حملې ورباندی کړي دي. مگر پوځی مقامات وایی څرنگه چی پوځی قوواوی یې نه درلودلې نو دغه ښار یې تر کنټرول لاندی نه سو راوستلای. په داسی حال کی چی د ناټو قواماندانان د دې خبری کولو ته زړه نه ښه کوی چی د یرغل د بشپړېدلو نېټه وښیی ، خو دوی وایی چی طالبان به سخت مقاومت ورسره وکړي.

انتظار کېږي چی په افغانستان کی ،د جموریسس بارک اوباما د پوځیانود زیاتولو د ستراتیژۍ په اساس، د ناټو په رهبری پوځیانو شمېر په روان کال کی تقریبا یو سل پنځوسو زرو ته ورسېږی. د افغانستان په جنوب کی د طالبانو پر ضد به دا لومړنی یرغل وي چی په هغه هیواد کی د نویو خارجی پوځیانو د اچول کېدلو څخه وروسته، چی اکثر یې امریکایان دي، سرته رسېږی.

جمهوریس اوباما ژمنه کړې ده چی د کال ٢٠١١ د جولای تر میاشتی پوری به د افغانستان څخه د پوځیانو په را ایستلو پیل وکړی او اوس نو د بین المللی قواوو دپاره دا لازمه ده چی دجنگ په میدان کی پرمختگ وښیی. د پوځی ستراتیژی بری به دغه راز د افغانستان د حکومت دپاره لاره هواره کړی چی په روان کال کی په ځینو ولایتونو کی د امنیت د ټینگولو مسولیت پر غاړه واخلی ، او دا هغه پلان دی چی تېره میاشت د لندن په کنفرانس کی اعلان سو.

XS
SM
MD
LG