د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مرکز کې د واورو د توپان ادامه


د امریکا دمتحده ایالاتو په شمال ختیز باندی نن ددوهم ځل لپاره د واورو ځو ډیر سخت توپان راغلی چې سخت باد هم ورسره ملگری دی.توقع کیږی چه دامریکا په پایتخت واشنگټن ډی سی باندی تقریبا ٩٠ سانتي متره واوری ولویږی.

نن د دریمی ورځی لپاره په واشنگټن ډی سی کی دامریکا دفدرالی حکومت ټولی اداری او دفترونه تړل شوی دی. دجمعی دورځی نه تراوسه پوری ښوونځی او مغازی او تجارتی مرکزونه بند پراته دی.

دواشنگټن دمیترو نظام هم له کاره لویدلی دی او واړه وارگاړی تگ راتگ نه شی کولی. یواځی دمیټرو هغه اورگاړي فعال دی چه دزمکی لاندی دی.

نن ماښام په محلی وخت به برابر پنځوس سانتی میتره واوره ولویږی . د واشنگټن ډی سی نه ان تر نیویارک پوری ساحه یی راگیر کړی ده. په سلگونو پروازونه د غټوغټو ښارونو لکه واشنگټن ډی دسی، فلادلفیا،نیویارک او شیکاگو په هوایی ډگرونو کی فسخ شوی دی.

پخوا هم په ژمی کی دومره زیاته واوره په واشنگټن ډی سی باندی نه لویدلی. په نیویارک کی دسختو واورو له امله و دملگرو ملتونه مرکزی دفترونه هم ټړل شوی دی او ښوونځي هم بند دی.

دامریکا فدرالی حکومت د په واشنگټن کی دخپلو دفترونو د تړلو له امله دورځی سل میلونه ډالر تاوان وراوړی.انگرس هم بند دی او

دامریکا مشرانو جرگی په یو لړ مهمو قوانینو باندی خپله رایی گیری دواورو له امله دفبرورئ د دوه ویشتمی پوری معطل کړی ده.

د واشنگټن ډی سی ډیر سړوکونه واورو بند کړی دی، ډیر خلک بریښنا نه لری او د میریلنډ او ورجینیا په ایالتونو کی زرگونو خلکو خپله بریښنا له لاسه ورکړی ده. په غربی ورجینا او نیو جرسی کی د واورو دوزن په وجه د ځینو کورونو او ودانیو بامونه راولیدل .

XS
SM
MD
LG