د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب په هلمند کې د تلفاتو د زیاتیدو وېره ښودلې


په داسي حال کې چې د هلمند په ولایت کې د ناټو عملیات لا نه دي شروع سوي . د افغانستان په جنوب کې د یوې مرستندویې موسسې کارکونکي وايي چې د جګړې له امله تلفات زیات شوي دي.

د سره صلیب نړیواله اداره وايي چې زیات شمیر ټپي شوي افغانان د ضرورت وړ تداوۍ لپاره د اوږدېه ځنډ سره مخامخ دي .

په کابل کې د سره صلیب چارواکي وايي چې ملکیان او هغوی چی په جگړو کی یې برخ اخیستې نه سی کولای هغو سیمو ته ځانونه ورسوي چې ورته د ضرورت وړ صحي اسانتیاوې برابرېدای شي.

مرستندویه کارکونکي وايي چې دغه ستونزې د هلمند په ولایت کې د زیاتو امنیتي اقداماتو په وجه را پیدا سوي دي چې په کښي په سړکونو کې خنډونه اوامنیتي پوستې هم شاملې دي.

د هلمند په ولایت کې ملکي خلګ د لښکرګاه ښار ته چیري چې دوه روغتونونه موجود دي، په رسیدو کې د ستونزو سره مخامخ دي.

په عین حال کې آمریکايي او افغان قواووې د مارجې ښارګوټي ته نېږدې شوي دي. دغه ښارګوټی د طالبانو یو قوي مورچل دی.

XS
SM
MD
LG