د لاس رسي وړ اتصالات

د شاه رخ خان نوی فلم او په هند کې کلک امنیتي ترتیبات


د هند پولیسو په داسي حال کې چې نن د جمعې په ورځ د هند د سینما د نامتو لوبغاړي شاه رخ خان نوی فلم راوځي، سخت امنیتي ترتیبات نیولي دي.

د دغه نوي فلم نوم دی My Name is Khan (زما نوم خان دی). په فلم کې لوبغاړي شاه رخ خان د هند د نشنلست ګوند غړي په دې خاطر په غوصه کړي دي چې د پاکستان د کرکټ د ټیم ستاینه یې کړېده.

دغه ګوند هوډ کړی چې د فلم د پرانیستلو مراسم به د مظاهرو په کولو سره ګډوډ کړي.

پولیسو د احتیاط له مخې تر دغه دمه د (شیف سینا) د ګوند ۱۸۰۰ غړي بندیان کړي دي.

د حملو له وېري ځینو سینماګانو د دغه نوي فلم د نندارۍ پلانونه فسخ کړي دي. ددغه فلم اصلي موضوع د ۲۰۰۱ کال د تروریستي حملو ورسته په آمریکا کې نژادي توپير دی.

شاه رخ خان د هند د سیمنا د ډیرو مشهورو لوبغاړو په ډله کې دی.

XS
SM
MD
LG