د لاس رسي وړ اتصالات

بل کلینټن د زړه عملیات وکړل


(عکس: AP) د آمریکا پخوانی جمهور ریْس بل کلینټن چې پخوا یې د زړه ناروغي درلوده او عملیات یې کړي و، پرون د پنجشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول په روغتون کې بستر شو.

هغه د علاج وروسته نن د جمعې په ورځ د نیویارک ښار د روغتون نه رخصت شو او خپل کور ته ستون شو. هغه وروسته له دې چې په سینه کې یې څو ورځې پرله پسې درد و، روغتون ته ورسول شو.

د ښاغلي کلینټن ډاکټر، الن شوارتز ویلي چې پر پخواني جمهور ریْس کلینټن باندې د زړه حمله نه ده راغلی او نه یې زړه ته کومه صدمه رسېدلې ده. ډاکټر شوارتز وویل چې د ښاغلي کلینټن صحت به ډیر زر ښه شي.

ټاکل شوې چې پخوانی جمهور ریْس کلینټن بیرته د دوشنبې په ورځ خپل عادي کار ته راستون شي.

XS
SM
MD
LG