د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک تایمز: "نیمايي مارجه له طالبانو تصفیه شوې"


نیویارک ټایمز لیکي چې په مارجه کې نیمايي طالبان تښتیدلي او ډیر شمیر یې وژل شوي دي. دغه خبره افغان او امریکايي قوماندانانوکړېده.

ویل کیږي چې د طالبانو یو شمیر مهمو قوماندانانو سیمه پرې ایښیده. په عین حال کې د سیمې خلک دې ته چمتو شوي دي چې د ملي اردو او امریکايي عسکرو سره همکاري وکړي.

خو سره ددې هم د جنگ د شدت نه داسې ښکاري چې په مارجه کې طالبان سخت مقاومت کوي. د افغان او امریکايي قواوو د ادعا سره سم د طالبانو جنگي روحیه تضعیفه کیږي ځکه ددوی قوماندانان دوی پریږدي او د سیمې خلک نه غواړي دوی ته په خپلو کورونو کې پناه ورکړي.

نیویارک ټایمز د ډگروال سکات هارتسل له خولي لیکي چې طالبان اوس خپل خوراک ته حیران دي او خپله چاره نه شي کولی، او دا هغه شی دی چې دوی یې اوري.

ډگروال هارتسل په افغانستان کې د امریکا او ناتو د قواو قوماندان جنرال مک کرستال او د افغانستان دفاع وزیر عبدالرحیم وردگ ته دا خبرې وکړې.

د همدې ورځپاڼې په یوه بله مقاله کې ویل شوي دي چې اوس طالبان د خپل ژوند په بدل کې ډیره لږه گټه تر لاسه کوي یعنې دا چې ددوی ځان مرگي بریدونه دومره اغیزمن نه ثابتیږي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د جنوری د ٢۴ نه د فبرورئ تر ١۴ پورې لږ تر لږه ١٧ ځان مرگي برید کونکو غوښتل ائتلافي عسکرو ته مرگ ژوبله واړوي خو دوی په دې قادر نه شول چې حتی یو عسکر هم ووژني. دغه مطلب د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو لخوا ویل شوی دی او د ایساف قواوو هم تائید کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي په هغه وروستۍ پیښه کې چې د مارجې په سیمه کې دریو تنو ځانمرگي برید کونکو غوښتل چې د افغان ملي پوځ یوه پوسته په نښه کړي خودوی د ځايي خلکو د اطلاع په نتیجه کې ووژل شول او دوی خپل هدف ترلاسه نه کړ.

د واشنگټن پوست، نیویارک ټایمز او لاس انجلس ټایمز ورځپاڼو رپوټونه خپاره کړيدي چې د طالبانو دوهم ستر مشر ملاعبدالغني برادر څو ورځې وړاندې د پاکستان د کراچی په ښارکې د سی ای ا او د پاکستاني استخباراتو په گډو عملیاتو کې ونیول شو. دغه مطلب د پاکستان او امریکا د مقاماتو له خوا هم تائید شوی دی.

واشنگټن پوست لیکي، ملابرادر چې د ملا عمر مرستیال دی، په دې ورستیو کلونو کې یې د طالبانو د ډلې کنټرول په خپل لاس کې درلود. د ٢٠٠١ کال د جنگ نه او د براک اوباما د ادارې د کار له پیل نه وروسته د طالبانو د یوه ستر مشر نیول کیدل خورا زیات اهمیت لري.

ورځپاڼه لیکي، هغه منبع چې دغه خبره یې افشا کړیده د دغه پټو عملیاتو په برخه کې په احتیاط سره غږیدلی ځکه په داسې حال کې چې د ملابرادر نه تحقیقات روان دي د طالبانو نور مشران له موضوع نه خبر نه شي. له ده پاکستاني او امریکايي مامورین تحقیقات کوي. د ورځپاڼې په خبره دغه کار د پاکستان او امریکا تر منځ د نژدې همکاریو یوه بیلگه ده. پخوا به امریکايي مقاماتو شک لاره چې پاکستاني استخباراتي اداره د طالبانو د لوړ رتبه مشرانو سره لاره لري او همدارنگه ای اس ای هم تل دا خبره نه پټوله چې سی ای ای ورسره پوره همکاري نه کوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د ملابرادر نیول کیدل به گټه وکړي او چې په دې ترتیب د ملاعمر او د طالبانو د نورو مشرانو د ځای ځایگي په هکله معلومات په لاس راشي.

ورځپاڼه لیکي، د ملابرادر نیول کیدل په داسې حال کې پیښیږي چې د هلمند د مارجې په سیمه کې جنگونه روان دي او کیدای شي چې دغه پیښه د طالبانو په جنگي عملیاتو باندې هم خپله اغیزه وکړي که څه هم دغه اغیزه به د یوې لنډې مودې لپاره وي. دغه خبره د سي ای ا یوه پخواني کارکونکي چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې یې ماموریت لاره، کړیده.

نیویارک ټایمزلیکي دوی ددغه مطلب نه د پنجشنبې په ورځ خبر شول خو د سپینې ماڼۍ د غوښتنې په اساس دغه خبر پټ وساتل شو تر څود استخباراتي معلوماتو په راغونډولو کې ستونزې پیدا نه کړي. د طالبانو مشران له موضوع نه نه وو خبر او که چیرته هغوی خبر شوي واي نو کیدلای شو چې د ځان د ساتلو په غرض ډیرمحتاطه شوي وای.

لاس انجلس ټایمز لیکي چې د ملابرادر نیول کیدل د پاکستان لپاره د عطف یونقطه ده او هم دا پر طالبانو یو لوی گزار دی. پاکستان پخوا نه غوښته چې د طالبانو په مقابل کې کوم جدي عکس العمل وښيي. د طالبانو له پاره د ملا برادر نیول کیدل په داسې حال کې پیښیږي چې امریکايي او افغان عسکر لگیا دي ددغې ډلې په مستحکم سنگر باندې گزارونه کوي.

XS
SM
MD
LG