د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له پاکستان نه غواړي ملا برادر ور وسپاري


د افغانستان استخباراتي چارواکو غوښتي دي چې په دې ورستیو کې په پاکستان کې نیول شوی د طالبانو یو جګپوړی قوماندان دي افغان چارواکو ته وسپارل شي.

د ملي امنیت د ریاست ویاند سعید انصاري نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان حکومت د ملا عبدالغني برادر د نیولو هرکلی کوي خو له پاکستان نه به وغواړي چې هغه د افغانستان عدلي او قضایې اورګانونو ته وسپاري.

پاکستاني او آمریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان د طالبانو دغه مشر یې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ګډو عملیاتو په وخت نیولی دی.

ملا برادر اخند د افغانستان افغان تبعه دی او د طالبانو په تحریک کې تر ملا محمد عمر وروسته تر ټولو مهم کس دی.

چارواکي وايي چې د ۲۰۰۱کال را په دیخوا کله چې د آمریکا په مشري د طالبانو پرضد جګړه پیل شوه، دا په طالبانو کی تر ټولو مهم کس دی چی نیول کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ویاند سعید انصاري په ننني خبري کنفرانس کې د روان کال په اوږدو کې په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د سړي تښتونکو د ۳۳ ډلو او د دغو ډلو د ۶ مشرانو په ګډون د ۱۱۴ غړو د نیولو په باب خبریالونو ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغو ډلو د نیولو سره په کابل هرات، قندهار، فراه، ننګرهار او لغمان کې د سړي تښتونکو ډلو ګواښونه خورا کم شوي دي.

انصاري وویل. "د ترورستانو د جنایتونو سره جوخت د سړي تښتونکو ډلو جنایتونه چې په خپله امنیت ګډوډوي په ۶۷ او ۶۸ کلونو کې پر مخ روان ؤ ، خو د نیکه مرغه چې د افغانستان د ملي امنیت کارکوونکو او د افغانستان د نورو امنیتي ارګانونو له خوا ترسره شوه، د خپل هیواد اوسېدونکو ته د دې ډاډ ورکوم چې انشاء الله هغه ګواښونه چې د خلکو د ژوند، امنیت او کار په وړاندې موجود وو اوس نشته دی."

انصاري وویل پاتې نور ګواښونه به د خلکو په مرسته له منځه یوسي، د ملي امنیت ریاست نطاق پدغه خبري کنفرانس کې د مشعل په نوم د سړي تښتونکي ډلې د یوه فعال غړي ویډیوي تصویرونه خبریالانو ته وښودل چې پکې هغه د سړی تښتونې په څو پېښو باندې اعتراف کړی دی.

د ملي امنیت د ریاست نطاق د سړي تښتونکو ډلو فراري غړو ته اخطار ورکړ چې خامخا به یې ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

سعید انصاري د سړي تښتونکو ډلو د کمزوري کېدو په اړه دا ادعا پداسې حال کې کړې چې د میدان وردکو ولایت چارواکو ددغه ولایت د چک له ولسوالۍ نه د یو شمېر وسلوالو پولیسو د تېښتې خبرونه تائید کړي دي.

د طالبانو یوه نطاق ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې تېره شپه ورته د چک په ولسوالۍ کې ۲۵ پولیس د وسلو او دوه پایکپ موټرو سره تسلیم شوي، خو د میدان وردک ولایت چارواکي د پولیسو د تسلیمېدو ادعا نه منی او وايي چې ددغې ولسوالۍ یوازې دولس پولیس خفه شوي او له خپلو وسلو سره په نامعلوم لوري تللي دي.

XS
SM
MD
LG