د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند او ننگرهار کې چاودنو ١٠ تنه ووژل


د افغانستان پولیس وایی چی د هلمند په ولایت کی په یوه چاودنه کی ٨ کسان ووژل شول او ١٦ تنه نور پکی زخمی شول. رپوټ وایی چی دناټو قواوی په دغه ولایت کی د طالبانو خلاف تعرضی عملیات ترسره کوی.

پولیس وایی چی بم د حکومت دیوی ودانۍ مخی ته د سه شنبی په ورځ په لشکر گاه کی چی د هلمند ولایت مرکز دی، وچول شو. دامریکا قوماندانان، لشکرگاه ته نږدې د مارجه په ښارگوټی کی د پوځی عملیاتو د سوکه خو دوامدار پرمختگ رپوټ ورکوی. ددغو علمیاتو هدف دادی چی په دغه سیمه کی د طالب جنگیالیو خلاف جگړه وشی او له سیمی نه یی وباسی.

له بلې خوا، په ننگرهار کې د بم په چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او درې نور زخمي شوي دي.

د سرک د غاړې د ماين چاودنه هغه مهال د جلال اباد په ښار کې د کابل جلال اباد پر لاره رامنځته شوه چې د عيني شاهدانو په وينا دپوليسو يو کاروان له سيمې نه د تېرېدو په حال کې و.

دچارواکيو په وينا په دې چاودنه کې دوه تنه ولسي کسان وژل شوي اويوتن ټپي شوى دي.

د ننگرهار د ولايت وياند احمدضيا عبدلزي په وينا دغه چاودنه دکابل جلال اباد په لويه لار د بګراميو په سيمه کې رامنځته شوه. چاودیدونکي مواد په یوه رکشه موټر کې ځای په ځای شوي وو.

چارواکي وايي ددغې پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي خوتردامهاله يې ددغې پېښې په تور یې څوک نيولي نه دي.

که څه هم دولتي چارواکيو دا په ډاګه کړې نه ده چې دچاودنې له سيمې نه تر چاودنې وړاندې دهغه هيت موټرچې دافغانستان دکورنيو چارو وزارت له خوا دهغې پېښې څېړلو لپاره چې دجهادي قوماندان حاجي زمان غمشريک په ګډون لږترلږه ٣٠تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته پر همدې لاره راروان وددولت کومې وسله والې مخالفې ډلې ټپلې دسې شنبې اوپرونۍ ورځې دپېښې په اړه لا تردې دمه څه نه دي ويلي.

له مرکزه راغلى هيت هم لاتر دې دمه ددغو پېښو په اړه له مطبوعاتو سره نه دي غږېدلى.

ټاکل شوې چې سباته به دجهادي قوماندان محمدزمان غمشريک مړى خاورو ته وسپارل شي.

د ننګرهار چارواکي پرونۍ پېښه يوځان مرګى بريد بولي اوپړه يې پر مخالفينو وراچوي خو مخالفينو لاتردامهاله ددغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخستې.

له بل پلوه وسله والو مخالفينو دعوه کړې چې دکونړ په ولايت کې يې دبهرنيو قواوو پر يوکاروان بريد کړى اومرګ ژوبله يې وراړولې دذبير صديقي په نوم يوتن چې ځان په سيمه کې دحکمتيار اسلامي حزب وياند راپېژني وايي چې په دې پېښه کې ددوي يوتن ملګرى هم ټپي شوى دى .

افغان اوايتلاف قواووې بياوايي چې دوي تردامهاله دداډول پېښو په اړه معلومات نه لري تیره ورځ ددغه ولايت دماڼوګي په ولسوالى کې دايتلاف او وسله والو مخالفينو تر منځ شوې وه په دې جګړه کې دواړو لوريو يوبل ته ددرنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوله.

د سه شنبی په ورځ په افغانستان کی د امریکا قوماندان جنرال سټانلي مکریستل نیغ په نیغه دافغانستان له خلکو نه په اورزگان کی د هوایی برید او ملکیانو د وژلی له امله بښنه وغوښتله.

دافغانستان حکومت وایی چی په دغه برید کی ٢٧ تنه ملکیان وژل شویدی.

په هغه ویډیو کی چی دناټو په ویب پاڼه کی خپره شویده او په ځایی ژبو پښتو اودری باندی ترجمه شویده ؛ جنرال ستانلی مکریستل وعده کوی چی دافغانستان د خلکو اعتبار او اعتماد بیرته ترلاسه کړی.

رپوټ وایی چی جنرال مکریستل د یکشنبی په ورځ د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی نه هم داورزگان له پیښی نه لنډ وخت وروسته معذرت وغوښت. په واشنگټن کی ددوشنبی په ورځ دناټو عمومی منشی فو راسموسین هم په افغانستان کی دملکیانو په مرگ خواشینی څرگنده کړه.

فو راسموسین دواشنگټن ډی سي د جورج ټاون په پوهنتون کی دخپلو خبرو په ترڅ کی وویل چی ده د افغانستان له جمهوررئیس حامد کرزی سره په ټیلیفون خبری وکړلی او داورزگان دولایت د هوایی بمباری په برخه کی ترینه معذرت وغوښت. هغه په دی برخه کی داسی وویل :

(... په دی کی هیڅ شک نشته چی په جگړه کی به داسی بدی ورځی وی چی په غیرقصدی ډول د ملکیانو د تلفاتو سبب شی. زه له جمهوررئیس کرزی سره وغږیدم او خپله ژوره خواشینی او خواخوږی می ورته دهغی تازه پیښی په باب چی افغان ملکیان پکی وژل شویدی، څرگنده کړله. )

رپوټ وایی چی دناټو الوتکیو داورزگان په ولایت کی په هغه څه ډزی کړی وی چی دوی فکر کاوه دیاغیانو یوه ډله به وی.

راسموسین وویل چی دی په دی عقیده دی چی په افغانستان کی یونوی تحرک پیل شویدی او هغه ډاډ څرگند کړ چی د متحدینو قواوی به په دی قادر شی چی د سږکال په اخر کی دافغانستان امنیتی قواو ته په ځینیو ولایتونو کی امنیتی مسوولیتونه وسپاري.

XS
SM
MD
LG