د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان د حکومت د اقدام هرکلی وکړ


د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د حکومت د هغه اقدام هرکلی کړی دی چې غواړي د انتخاباتو په بهیر کې لازیاتو مسولیتونو ته غاړه کښېږدي.

د امریکا د باندنیوچارو د وزارت نطاق پرون د چارشنبې په ورځ وویل چی د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو اعتبار به ډیر زیات مهم وي ځکه چی د افغانستان خلګ باید خپل حکومت ته د یوه با وري او قانوني حکومت په سترګه وګوري.

د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت نطاق (پي جي کراولي) د جمهور ریْس کرزي د تېرې اونۍ هغه فرمان ته اشاره وکړه چې په کې جمهور ریْس خپل ځان ته د دې واک او اختیار ورکړ چی په راتلونکې کې د انتخاباتو د شکایاتو د کمیسون غړي وټاکي.

دغه فرمان به د هغه قانون پرځای تطبیق شي چې ملګرو ملتونو ته یې اجازه ورکړی وه چې د شکایاتو د اوریدو د کمیسون درې غړي وټاکي. دغو درو تنو د دې لپاره چې د شکایاتو د اوریدو کمیسون بې طرفه ثابت شي په دغه کمیسون کې کار کاوه.

په افغانستان کې د تیرکال د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروسته، د شکایاتو کمیسون د جمهوري ریْس کرزي په درو کې یوه برخه رایې جعلي اعلان کړې او هغه یې د دوهم ځلي انتخاباتو منلو ته مجبور کړ.

د جمهور ریْس کرزي دفتر دغه اقدام د کمیسون د افغاني کولو د پاره یو ګام وباله او وویل چې د دغه کمیسون ددرو خارجي غړو په ځای به افغانان ټاکل کیږي. دا لا معلومه نه ده چې د جمهور ریْس کرزي دغه فرمان به پارلمان تصویب کړياو که نه.

XS
SM
MD
LG