د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته زورورو حملو ټکان ورکړ


افغان پولیس وايي چې په کابل کې د یوه ځانمرګه په حمله او نورو چاودنو کې لږ ترلږه ۱۶ کسه چې بهرنیان هم په کښي شامل دي وژل شوي دي.

څیړونکي وايي چې په دغو حملو کې (۳۸) کسه ټپي شوي هم دي. دغه چاودنه د کابل په ښار کې یوې ۹ پوړیزې ودانۍ ته څیرمه چیري چې دوه عصري هوټلونه موقعیت لري شوې ده. دغو هوټلونو ته اکثرا بهرني میلمانه ورځي.

افغان چارواکي وايي چې په وژل شویو کسانو کی ۴ هنديان هم دي. دغه راز افغان او ایټالوي چارواکو ویلي چې په دغه پېښه کې یو ایټالوی ډیپلومات او یو فرانسوی تبعه هم وژل شوي دي. افغان امنیتي قواوو ویلي دي چې پولیسو دوه مشکوک برید کونکي په ډزو کې وژلي دي.

د افغانستان د پولیسو یو جنرال ( عبدالغفار سید زاده) ویلي چې دي په دې باور دی چې د برید کونکو اصلي هدف یو میلمستون و چې په کښي هندیان اوسیدل. هغه زیاته کړه چې د میلمستون مخي ته اول د یوه موټر بم چاودنه وسوه او وروسته ځانمرګه بریدکونکي په میلمستون ورننوتل او ځانونه یې په بمونو والوځول.

طالبانو ددغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې لږ تر لږه ۵ ځانمرګو بریدکونکو په دغو حملو کې برخه اخیستې وه.

د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي دغه حملې په قوي الفاظو وغندلې او هند ته یې خپله خواخوږي څرگنده کړه.

په عین حال کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اس ام کریشنا ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ۹ تنه هندي اتباع دي

همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استاځي (ډان مک نورتن) دغه حملې وغندلې او زیاته یې کړه چې حمله کونکو دا وښوده چې د نورو د ژوند پروا نه لري.

دغه حملې نن د جمعې په ورځ چې په افغانستان کی رخصتي وه او پر لارو کوڅو کی د خلګو زیاته ګڼه ګوڼه نه وه، وسوې.

عیني شاهدانو د خال خال ډزو ریپوټ هم ورکړي او تلویزوني ریپوټونه ښيي چې په سیمه کې ماتې شوي ښېښې پرتې دي.

کابل د جنورۍ د نیماۍ را په دیخواه کله چې طالبانو حمله وکړه او لږ تر لږه ۵ تنه یې ووژل او ۷۰ تنه نور یې ټپیان کړل، نسبتاْ آرام و.

په عین حال کې ایتلافي قواوو ویلي دي چې د افغانستان په جنوب کې یې یو عسکر د مشترک په نامه ګډو عملیاتو په ترڅ کې په چاودنه کې ووژل شو. افغان او متحدو قواوو دغه ستر عملیات څه موده مخکي د طالبانو پر ضد پیل کړل ترڅو طالبان د سیمې نه وباسي.

پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې مارجه اوس د حکومت تر حاکمیت لاندي ده.

ددغې ولسوالۍ په بازار کې په سلګونو تنه افغانان راټول شوي وو او د افغانستان د پوځ د افسرانو او ولایتي چارواکو ننداره یې کوله چې د افغانستان ملي بیرغ یې اوچت کړ.

XS
SM
MD
LG