د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: د صدام د وخت په زګونو صاحب منصبان به بیر مقرر سي 


د عراق حکومت وایی چې د پوځ شل زره صاحب منصبان به چې د صدام حسین په وخت کی یې کار کاوه او په ٢٠٠٣ کال کی د امریکا د حملې نه وروسته برطرفه سوي وو، بیرته مقرر کړی.

د عراق ددفاع د وزارت یوه نطاق ( محمد العسکري )نن د جمعې په ورځ وویل چی دغه پخواني صاحب منصبان به سمدستي بیرته مقرر سی.

دا اقدام فقط څو ورځي مخکي له هغه چی د مارچ په اوومه به د هغه هیواد پارلماني انتخابات وي، کیږي. او ځیني خلک وایی چی دا فیصله سیاسي اړخ لری.

د پارلمان مخالف غړي په صدراعظم نوري المالکي باندی تور لگوی چی هغه غواړي د صدام د بعث د گوند ملاتړ ترلاسه کړی. حکومت په دې هکله هر ډول ارتباط ردوي.

په عراق کی په دې وروستیو وختو کی فرقه یې شخړي او تاو تریخوالی په خاص ډول وروسته له هغه زیات سوی دی چی حکومت تقریبا ٥٠٠ کاندیدان په دې تور چی د بعث د گوند سره اړیکي لری، په انتخباتو کی د برخي اخیستو نه محروم کړل. ددغو کاندیدانو اکثریت سنیان دي.

XS
SM
MD
LG