د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد د حزب الله د مشر سره وکتل


د لبنان د حزب الله د مبارزي ډلي مشر پرون د پنجشنبې په ورځ په سوریه کی د ایران د جمهوررئیس محمود احمدي نژاد سره کتلي دي. ددې ملاقات یوه برخه د سوریې په تلویزیون کی خپره سوې ده.

د سوریې عربي خبري آژانس ویلي دي چی دغو دوو تنو په هغه ماښامنۍ میلمستیاکی سره وکتل چی د سوریې د جمهوررئیس بشار اسد له خوا ورکړه سوې وه. د حزب الله د ( المنار ) تلویزیون وایی چی ښاغلي احمدي نژاد او د حزب الله مشر حسن نصرالله د سیمي د وروستیو حالاتو او د لبنان او سوریې په مقابل کی د اسرائیلو د گواښونو په باب خبري وکړې.

ددې میاشتي په سر کی د ایران دولتي مطبوعاتو رپوټونه ورکړي او ویلي یې وو چی ښاغلي احمدي نژاد هوډ کړی چی د حزب الله پر خوا به ودریږي او ددغي مبارزي ډلي نه یې غوښتي دي چی که جگړه شروع سی نو اسرائیل دي د تل لپاره ختم کړی.

ښاغلی احمدي نژاد دمشق ته تللی چی د ښاغلي اسد سره ددواړو ملکونو تر منځ د روابطو د پیاوړتیا په باب خبري وکړی. دواړو جمهوررئیسانو په خپلو خبرو کی د اتحاد او یو والي وعده وکړه او یوه موافقه یې لاسلیک کړه چی د هغې په اساس به ددواړو ملکونو تر منځ د سفر ویزې ضرورت نه وي.

XS
SM
MD
LG