د لاس رسي وړ اتصالات

په چلي کې زوروره زلزله وشوه


دریختر په اندازه اته عشاریه اته درجې زلزلی نن سهار چلې وځپله چې دمړو شمیر ه ئې ۱۲۲ تنوته رسیدلی دی، ودانې ئې غورځولی او دبحرالکاهل دسیمو په هیوادونو کې دسونامی خبرداری ورکړل شوی دی. دهیواد په اکثرو برخو کې جیبی تلیفونه له کاره ولیدلی دی او په هغو سیمو کې چې زلزلی سخت ځپلی دی مخابراتی تماس نیول ډیر مشکل شویدی. دامریکا غږخبریالی پورنی موردک پدی باره کې دا رپو ټ رالیږلی دی.

یوې سختی زلزلی چلې نن سهار په داسی وخت کې وځپله چې اکثره کسان په خوب وده وو.

رپوټونه وائې، په سانټیاگو کې دغې زلزلی ودانی ولړځولی او بریښنا ولاړه . دغه سیمه شمال ختیځ پلو ته په ٣٢٠ کیلومتری کې

دزلزلی مرکزته پرته ده . د جنوبی امریکا په نورو سیمو کې هم دغه زلزله احساس شویده .

دچلې جمهوری رئیسی میشل باشلی دفاجعی حالت اعلان کړیدی. دی مطبوعاتی کنفرانس ته وویل،داضطراری حالاتو ډلی په سیمه کې ځای په ځای شویدی. دچلی ماموران وائې، توقع کیږی چې دمړو شمیرلا هم زیات شی.

رپوټونه وائې، دسختی زلزلی نه وروسته وړی وړی زلزلی هم وشوی چې پدی کې شپږ عشاره نهه درجې زلزلی هم شاملی دی.

دامریکا دجیالوجی دسروی مرکز چې دزلزلو فعالیت اندازه کوی، وائې، دغې زلزلی په مرکزی چلی کې دیومهم ښار په سل کیلومتری کې سیمه سخته ځپلی ده راندی بالدوین چې دامریکا دجیالوجیکی سروی دمرکزغړی دی وائې، دغه سیمه په دو جیالوجیکی سیمو ترمنځ واقع ده . دی وائې، دا سیمه دزلزلی په فعاله سیمه کې واقع ده . بالدوین وائې،،معلومداره خبره ده چې دا ډیره سخته زلزله وه چې دغه سیمه ئې وځپله . په تیروخت کې هم دغې سیمی پدی شهرت لاره چې پدی سیمه کې ډیرزلزلی کیږی. او خلک هم پدی باره کې تجربه لری. دغه سیمه دزلزلو له کبله ډیره فعاله ده . دغه سیمه دجنوبی امریکا او نازکا دسیمی ترمنځ واقع شویده چې دغه دواړه سیمی یو دبل سره ولگیږی نوزلزلی ورنه پیداکیږی،، .

رینډی بالډوین وائې، دریختر په اندازه تقریبا نهه درجې زلزله په چلی کې احسا س شویده چې دا به په خاصه توگه تباه کونکی وی. بالډوین وائې،، په دوه زره څلورم کال کې د سوماټرا دساحل سره نژدی دبحر له تل نه څپی راپورته شوی چې سونامی ورته ویل کیږی،او دهند دسمندر دسیمی هیوادونو کې ئې سخته بتاهی وکړه . دغه زلزله دریختر په اندازه نهه عشاریه صفروه . دغه سیمه څو سوه کیلو متره له هغې سیمی نه لیری پرته ده چې په ١٩٦٠ م کال کې دا سی زلزلی خپلی وه چې په تاریخ کې ساری نلری. ځکه نو دغه خاصه سیمه په تباه کونکو زلزلو باندی شهرت لری،،.

د١٩٦٠ م کال دمی په ٢٢ نیټه دچلی دغې عینی سیمه بی ساری زلزلی خپلی وه . چې دریختر په اندازه نهه عشاریه پنځه درجې وه او چې (١٦٥٥ ) تنه پکی وژل شوی

واو څه دپاسه دوه میلونه کسان ئې بی کوره کړی وو. سونامی په هوائې، جاپان او فیلیپین کې ډیر خلک وژلی وو او دامریکا دلویدیځ سا حل سیمو ته ئې تاوان اړولی و.

مگرماهران خبرداری ورکوی چې ځان ته دلوړی درجی زلزلی تباه کونکی اغیزه نلری. دوی وائې، ډیر عوامل شته چې ددغو زلزلو سبب کیږی.

XS
SM
MD
LG