د لاس رسي وړ اتصالات

تحلیل: د افغانستان ـ پاکستان گډې هلې ځلې


په داسی حال کی چی دامریکا په مشرۍ ایتلاف له خوانه په افغانستان کی پر یاغیانو باندی نظامی فشار مخ په زیاتیدو دی. په پاکستان کی هم د افغان طالبانوخلاف جگړی زور اخیستی دی.

د پاکستان جگپوړه نظآمی قوماندانان د فراری افغان طالبانو دمشرانو نیول دترهگری خلاف جگړه یومهم بدلون بولی.

په دی نیژدی اونیو کی دامریکا او پاکستان چارواکیو رپوټ ورکړیدی چی یو شمیر جگپوړه طالبان په پاکستان کی یانیول شویدی او یاوژل شویدی.

تحلیل کوونکی دا نوی خبرونه د ددواړو هیوادونو ترمنځ د زیاتی همکاری شاهد بولی.

د پاکستان یو لوړ پوړه چارواکی تسنیم نورانی، وایی چی د پاکستان او امریکا اړیکی، ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١می نیټی ، دتروریستی حملو نه وروسته د ډیری قوی وی. خووروسته بیا ورو ورو ، په دی سبب کمزوری شولی چی دامریکا چارواکیو به په دوامدار ډول ویل چی : نور کار هم وکړی، او دطالبانو په هغو غړیو پسی ورشی چی له افغانستان نه پاکستان ته تښیتیدلی دی.

نورانی وایی چی اوس داسی ښکاری چی امریکا د پاکستان په دی کارباندی چی د محلی طآلبانو تحریک ته یی ماتی ورکړیده خوشاله ده. نورانی په دی باب داسی ووایی :

(... د ډیروکلونو راهیسی، زه فکر کو م چی اوس دامریکا له خوانه ددی مسلی درک اوپوهه په دی برخه کی چی د پاکستان دخلکو زړونه او فکر ځانته راواړوی، زیاته شویده. زه فکر کوم چی دا په اولو کلونو کی نه وه. )

جنرال ډیویډ پیټرییس، اسلام اباد ته په خپل وروستی سفر کی د پاکستان د پوځ د ستراتیژی لپاره خپل ملاتړ څرگند کړ چی د پاکستان طالبانو خلاف خپلی گټی خوندی کړی. مخکی له دینه چی دافغان طالبانوخلاف په قبیلوی سیمه کی تهاجمی حمله پیل کاندی.

جنرال پیټرییس داهم وویل چی دافغان طالبانو د مشرانو نیول په کراچۍ او کویټه کی دامریکا اوپاکستان ترمنځ د استخباراتو د ادارو دهمکاری په نتیجه کی منځته راغلی دی.

د پاکستان د یو دولتی انستیتیوت رئیس تنویر خان له دی سره موافق دی. تنویر خان داسی وایی:

(...زه فکر کوم چی د پاکستان د سلوک او برخورد ډول د پاکستانی طالبانو او افغان طالبانو خلاف سره نیژدی شویدی. زه په دی متیقن یم چی دا به دبهترقابلیت اوهمکاری سبب شی او بهتر استخبارات منځته راولی چی عمل پری کیدلی.)

تنویر خان وایی چی دامریکا له خوانه په افغانستان کی غټ نظامی عملیات او د جمهوررئیس براک اوباما د عسکرو د امکانی وتلو مسلی هم پاکستان په دی قانع کړ چی دعمل وخت رارسیدلی دی.

ښاغلی تنویر داسی وایی :

(... پاکستان په دی گومان باندی عمل کوی چی ترزیاتی اندازی پوری په افغانستان کی د روان سیاست دخلاصیدو پیل شروع شویدی. پاکستان په دی برخه کی ژوره اندیښنه لری چی ددی لوبی په پای کی څه ډول کردار اداکاندی. )

رپوټ لیکی چی دپاکستان او امریکا ترمنځ دهمکاری په انکشاف کی ددی ظاهری پرمختگ سره سره هم دکورنیو چارو پخوانی وزیر تسنیم نورانی لیکی چی پاکستان له امریکا نه په دی ناامیده دی چی امریکا له هند سره یی د پاکستان سوله ونکړله.

هغه داسی وویل:

دپاکستان یوه برخه خلکو دا توقع درلودله چی امریکا به پر هند باندی یوڅه زور واچوی چی یو ډول داسی لاری چاری منځته راولی چی دهند اوپاکستان ترمنځ ستونزی اواری شی په دی توگه به پاکستان به په ډاډه زړه وکولی شی چی خپلو غربی سرحداتوته توجه وکړی خو له بده مرغه داکار ونشو.

XS
SM
MD
LG