حمله د ناټو په یوه کتار باندې وشوه چې د یوه پله نه تیریده او د کندهار هوایي دګر خوا ته روان ؤ. د حملې له امله پوځي موټر د سړک نه ایسته وغورځول شو او په سیند ته ولویده.
طالبانو د دغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.
له بلې خوا پولیس وایي چې یوه بله د موټر بم چاودنه د کندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ مخې ته وشوه او یو پولیس یې وواژه او 16 تنه نور یې ټپي کړل.
کندهار د هلمند ولایت ختیځ خوا ته پروت دی چیرته چې افغان او نړیوالې قواوې د طالبانو په پخواني قوي مرکز باندې په سترو عملیاتو بوخت دي.
پوځیان لګیا دي دغه د مارجې ولسوالۍ د یاغیانو نه پاکوي تر څو ملکي حکومت ته دا زمینه برابره شي چې چارې په لاس کې واخلي.
امریکایي چارواکي وایي وروسته تر دې چې د مارجې ولسوالۍ تر کنترول لاندې راشي پلان لري چې د کندهار په ولایت کې به هم ستر عملیات پیل کړي.