د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پر مطبوعاتو نوی بندیز ولگاوه 


دافغانستان حکومت دافراطیانو د بریدونو د رپوټونو په مستقیمو خپرونو باندی بندیز لگولی دی؛ حکومت وايی چی یاغیان دغه معلومات په خپله گټه استعمالولی شی.

ددغه هیواد استخباراتو خبری اژانسو نو ته ددغه بندیز په باب خبر ورکړیدی ، خو ډیر تفصیلات یی ندی ورکړي.

د حکومت چارواکی وایی چی افراطیان په دی قادروو چی له هغو رپوټونو نه دافغانستان د امنیتی قواو د عملیاتوپه برخه کی معلومات ترلاسه کړی چی په کابل کی د تیری جمعی په ورځ باندی د بم چونو په هکله ورکړل شوی وو.

د بشری حقوقو ډلی شکایت کوی چی دابندیزونه د مطبوعاتو دسانسور مانا لری او دافغانستان داساسی قانون خلاف کار دی.

رپوټ وایی چی دافغانستان حکومت دتیرکال د اگست په میاشت کی د جمهوری ریاست له انتخاباتونه مخکی هم همداسی هڅه کړی وه اوغوښتل یی چی خبریالان د بریدونو له ځای نه لیری وساتی.

له بل پلوه ددوشنبی په ورځ په ټول افغانستان کی د حملو له امله د ناټو ٦ عسکرو وژل شویدی او لږ تر لږه ١٠ تنه افغان ملکیان هم وژل شویدی.

دافغانستان او نړیوال عسکر کوشش کوی چی د طالبانو په پاخه سنگر هیلمند کی خپل سنگرونه مستحکم کړی. قوماندانان وایی چی د مارجه د ښار نیول او ساتل دهغوی لپاره اولنی قدم دی چی دیوی ستری حملی په برخه کی یی اخلی. داحمله به دکندهار ولایت ته هم پراخه کړی شي.

XS
SM
MD
LG