د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د کابل د جمعې بریدونه لشکرطیبه کړي


د افغانستان د ملی امنیت ریاست وایی چی په کابل کی د تیری جمعی په ورځ د لشکر طیبه په نوم یوی پاکستانی مذهبی ډلی پوری تړولو جنګیالیو ځان مرګی بریدونه ترسره کړي دي.

ددغو بریدونو په ترڅ کی ټول ۱۹ تنه مړه او ۳۸ تنه ټپیان شول چی اکثره یی هندیان وه.

سعید انصاری امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چی د دوی پلټنی دا ښی چی د کابل په دوه میلمستونونو باندی بریدونه د لشکر طیبه د ډلی له خوا تنظیم شوی وه.

انصاری وایی چی افغان طالبان دومره امکانات نلری چی دغسی بریړونه دی تر سره کړای شی انصاری ادعا کوی چی بریدکونکو د بریدونو دمخه ځاننونو لپاره اهداف ټاکلی وه او حتی چی د انصاری د وینا له مخی بریدکوونکو ته پدغو دوه میلمستونونو کی د دیره بهرنیانو هویت هم پوره څرګند وه.

خو سعید انصاری پدی برخه کی کوم څرګند ثبوت وړاندی نه کړه.

هغه ادعا وکړه چی د جمعی د ورځی په بریدونو کی چی د کومو چاودیدونکو موادو نه کار اخستل شوی دی دوه کاله وړاندی د هند په سفارت کی هم د ورته موادو نه کار اخستل شوی وه.

سعید انصاری وایی چی ډیر ژر به پدی هکله نور جزیات د خبریالانو سره شریک کړي.

د لشکر طیبه ډله د پاکستان په هغو اسلامی مذهبی ډلو کی راځی چی ډیر وسلوال سړی یی د هند تر ولکی لاندی کشمیر کی د هندی قواو په خلاف جنګیږی.

د افغانستان د ملی امنیت دغه چاروکی د جمعی د ور ځی د بریدنو د ترتیبولو مسوولیت د افغانستان نه بهر په پاکستان کی په یوی مذهبی وسلوالی ډلی اچولی دی چی د افغانستان پارلمان د هارشنبی په ورځ د حکومت د امنیتی ادارو د چارواکو سره د یوی ګډی امنیتی طرحی د جوړولو په سر موافقی ته رسیدلی دی.

د چهارشنبی په ورځ هم د افغانستان د دفاع د کورنیو چارو وزیران او د ملی امنیت ریس ولسی جرګی ته ورغلی وه د وکیلانو او دغو چارواکو ترمنځ د اوږدو خبرو او بحثونو وروسته پریکړه وشوه چی د حکومت ددغو دریو چارواکو او د ولسی جرګی د څلورو کمیسونونو د غړو ترمنځ به د یو لړ غونډو په ترڅ کی افغانستان لپاره امنیتی طرحه جوړه شی.

پدغو کمیسونونو کی د ولسی جرګی د نړیوالو چارو،دفاعی چارو، د کورنی امنیت او د عدلی او قضایی کمیسونونه شامل دی.

د افغانستان د دفاع د کورنیوچارو وزیران او د ملی امنیت ریس د شنبی په ورځ هم د ورته بحث لپاره ولسی جرګی ته ورغوښتل شوی وه.

XS
SM
MD
LG