د لاس رسي وړ اتصالات

ختیځو ولایتونو کی د ښځو پر حقوقو تیری زیات شوی


په ختييځو ولايتونو کی دبشر حقوقو خپلواک کميسون په سيمه کی دښځو پر وړاندی دتاوتريخوالي دپیښو زياتوالي خبر ورکړى .

په جلال اباد کی د خ ت يځوولايتونو لپاره د بشرحقوقو خپلواک کمیسون وايي چی په سيمه کی دامهال دښځو پروړاندی تاوتريخوالي پیښی زياتی شوی دي.

ددغه دفتر دښځو څانګی مشره وږمه ساپۍ وايي چی دتیرو کلونو په پرتله دښځوپروړاندی دتاوتريخوالي پیښی زياتی شوی دي .نوموړی وايي دوي دتیر کال په پرتله دښځو پروړاندی دتاوتريخوالي زيات شمیر پیښی ثبت کړی دي.

د نومړی په وينا يوازی ١٠٧پیښی په ننګرهار کی رامنځته شوی دي .

وږمی ساپۍ په دغو پیښو کی په بدو کی دانجونو ورکړه ،کورنۍ شخړی ،دنفقی نه ورکول په واړه عمرودول ،وهل ډبول اوله کوره په زوره شړل ياد کړل. وږمی ساپۍ پر دولت غږوکړ چی دښځو دامنيت دټينګښت اوبی زده کړو ښځو ته دحرفوي زده کړو په برابرولو کی دی هڅی وکړي.

د ننګرهارو لايت د ښځو چارو ريسه شيلا بابري بيا وايي چی دامهال په ننګرهار کی ګڼ شمیر ښځو ته دزکړو بیلابیلی لاری چاری برابری شوی دي.

اولاهڅه کوي چی نورهم دوي ته سهولتونه برابرکړي.

نوموړی وويل که څه هم اوس مهال په دغه ولايت کی دښځو پروړاندی دښوونځيو دروازی پرانستی دي خو يوشمیر کولتوري محدوديتونه ي ې د دو ی دچارو پروړاندي لوى خنډونه وبلل او وي ې ويل که دغه کولتوري محدوديتونه له دوي پورته شول نو دښځو پروړاندی دتاوتريخوالي پیښی به کمی شي.

د ختيځوولايتونو لپاره دبشرحقوقو خپلواک کمیسون دښځو پر وړاندی دتاوتريخوالي دغه موضوع پر داسی مهال راسپړي چی دښځو نړۍ والی ورځی دمارچ اتمی ته دګوتو په شمار ورځی پاتی دي يوشمیر کتونکي کی بيا وايي چی په ښارونو کی دښځو حالت له پاملرنی پرته کليوالو ښځو ته هیڅ نه دي شوي ددوي له نظره ستونزی زياتره کليوالو ښځو ته پیښی دي ،دوي وايي دکليوالو ښځوپه ژوندکی هیڅ ډول کوم مثبت تغيير نه دى رامنځته شوى .

ددوي په وينا کليوالی ښځی اوس هم له روغتيايي، تعليمي ،اقتصادي اونوروډول ډول ستونزو سره لاس وګریوان دي .

XS
SM
MD
LG