د لاس رسي وړ اتصالات

په خارج کې اوسیندونکو عراقیانو نن رایې ورکړې


هغه عراقیان چې ددغه ملک دباندي ژوند کوي په پارلماني انتخاباتو کې یې رای اچونه پیل کړیده.

رای ګیري نن د جمعې په ورځ په لږ تر لږه ۱۴ ملکونو کې پیل شوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وايي چې لږ تر لږه دوه ملیونه عراقیان په سوریه او اوردن کې ژوند کوي.

اکثره عراقیان به چې په ملک کی دننه پراته دي تر یکشنبې تر ورځې پوري چې د مارچ اوومه کېږي په دې ونتوانېږي چی د پارلمان د ۳۲۵ څوکیو په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د ۲۰۰۳ کال راهیسې کله چې د صدام حسین حکومت د آمریکا په مشري په حمله کې راوپرځول شو، دا دویم ځل دی چې په عراق کی پارلماني انتخابات ترسره کوي.

دغه راز د پنجشنبې په ورځ په بغداد کې بیا شخړي او حملې پیل شویدي. عراقي چارواکي وايي چې ۷ تنه هغه مهال ووژل شول چې د عراق په شمال کې د انتخاباتو مرکز ته نېږدې چاودنه وشوه. وروسته ځانمرګو برید

کونکو په دوو نورو انتخاباتي حوضو دباندي حملې وکړې او لږ تر لږه ۸ کسه یې ووژل.

لږ تر لږه ۱ میلیون عراقیان ددې مستحق وو چې د پرون ورځې په انتخاباتو کی چی تر خپل وخت مخکي وسول برخه واخلي چې په کښي عسکر، پولیس، د روغتونونو کارکونکي ، مریضان او بندیان شامل وو.

په عین حال کې د عراق مذهبي مشرانو د خپلو پلویانو نه غوښتي دي چې ددغه ملک په پارلماني انتخاباتو کې دي برخه واخلي او ځینو یې د لمانځه پروخت خلګو ته ویلي دي چې رای ورکول یې دیني وظیفه ده.

د عراق عمومي انتخابات به د یکشنبې په ورځ چې د مارچ اوومه نېټه کېږي پرانیستل شي. دغه انتخابات د عراق لپاره یو امتحان دی چې دغه ملک د دې توان لري چې امنیت تامین کړي او د امنیتي چارو مسولیت په غاړه واخلي که نه؟

د جمعې په ورځ په ځینو مسجدونو کې د انتخاباتو په باب غونډې هم وشوې.

نن د جمعې په ورځ د بغداد په ښار کې د یوې قوي شعیه مذهبې ډلې مشر ( امر الحکیم ) خپلو په زرګونو طرفدارانو ته وویل چې د انتخاباتو مرکزونو ته دي ولاړ شي او خپلې رایې دي ورکړي. دغه راز د بغداد د صدر په ښار کې هم په زرګونو تنو خلګو د هغو کاندیدانو دپاره کمپاین وکړ چې د شعیه مذهبه سخت دریځه مشر ( مقتدا الصدر) له خوا تایید سوي وو.

د عراق حکومت په داسي حال کې چې ددغه ملک د عمومي انتخاباتو دپاره لږ ورځې پاته دي په دغه ملک کې یې سخت امنیتي ترتیبات نیولي دي.

په عین حال کې هغو ډلو چې د القاعده د ترهګرو سره اړیکې لري، خبرداریْ یې ورکړی چې هر هغه څوک به ووژني چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG