د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوسټ: مکرسټل وایي چې د افغاني قواوو پرته به په کورنو باندې چاپه نه اچوي.


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن د مارچ د میاشتې په پنځمه پخپلې یوې مقالې کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل خپلو عسکرو تر امر کړیدي چې یوازې په هغه صورت کې به د شپې او یا د ورځې لخوا په کورونو باندې چاپه اچوي چې د افغانستان امنیتي قواوې ورسره وي.

ورځپاڼه وایي چې د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزي تیره میاشت د جرمني د مونیخ په ښار کې د یوې امنیتي غونډې په ترڅ کې دا غوښتلي ؤ چې د شپې لخوا دې په کورونو باندې چاپه نه اچول کیږي او پخپلو کورونو کې دې د افغانانو نیول بند شي. جمهور رییس حامد کرزي د غونډې ګډونک کوونکو ته ویلي ؤ چې د ترویزم پر ضد جګړه د افغانانو په کلیو او بانډو کې نده.

مکرسټل ویلي دي چې د شپې لخوا د چاپه اچونې په پلان جوړونې او اجرا کې به د افغانستان امنیتي قواووې شاملې وي.

ورځپاڼې د ځینو کارپوهانو له قوله لیکلي دي چې په حملو کې کې د عامو افغانانو وژل کیدل او یا ټپي کیدل هغه څه دي چې خلک زیات پرې غصه کیږي او زیاتوي چې د همدې امله هغوي کله نا کله د غچ اخیستو په نیت د طالبانو سره لاس یو کوي.

جنرال مکرسټل د دې کار د مخنیوي په خاطر خپلو عسکرو ته امر کړیدی چې د شپې لخوا په ټولو عملیاتو کې باید چې د کورونو

خاوندان لومړی د افغانستان د امنیتي قواوو غږ واوري او هغوی باید چې لومړی کور ته دننه شي.

ورځپاڼې د جنرال مکرسټل له قوله وړاندې لیکلي دي د شپې لخوا په کورونو باندې چاپه اچول د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنیوي یوه غوره لار ده، خو وایي چې له بلې خوا دا کار د افغانستان د عام ولس قهر او غصه راپاروي.

ځکه چې د افغانانو لپاره کور یوازې د اوسیدو ځای نه بلکې د هغوي لپاره د عزت او غیرت هم دی. مکرسټل وایي چې د شپې لخوا چاپه اچول په جګړې کې خورا مهمه ده خو باید پداسې یوه شکل وشي چې چاته پکې زیان ونه رسیږي او هم د خلکو غصه راونه پاریږي.

مکرسټل پخپل امر کې لیکلي دي چې په هغه صورت کې چې په کاله کې میرمنې موجودې وي نو د کور خاوند په هر قیمت چې کیږي د خپل کور نه دفاع کوي او همدغه وجه ده چې د قواوو او د کور د خاوند تر منځ ځیني وخت ډزې کیږي او مرګ ژوبله رامنځته کیږي.

ورځپاڼې په پای کې د جنرال مکرسټل د امر پر اساس لیکلي دي چې په کورونو باندې د چاپې پر وخت به تل د افغاني قواوو سره په ګډه کیږي، د کور تالاشي به هم پخپله افغاني قواوې کوي او د میرمنو د تالاشۍ لپاره به هم د ښځینه عسکر د ځان سره ولري او هم به د هغو څیزونو تاوان ورکوي چې په عملیاتو کې له منځه ځي او یا زیانمن کیږي.

XS
SM
MD
LG