د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په عمومي انتخاباتو کې به څه دپاسه ۲۰ میلون خلګ برخه واخلي


د عراق د انتخاباتو د مستقل عالي کمیسون ریْس ( فارج الحیدری) وايي چې ددغه ملک په پارلماني انتخاباتو کې به سبا د یکشنبې په ورځ تقریباْ ۲۰ میلیون عراقیان برخه واخلي او تردې مخکي چې کوم وختي انتخابات شوي دي هغه دده په قول ،، په آرامۍ شوي او کوم خنډونه نه دي په کې را پیدا شوي،،.

تقریباْ یو میلیون عراقیان د دې مستحق بلل شوي وو چې د پنجشنبې په ورځ تر خپل وخت مخکي په انتخاباتو کې برخه واخلي چې په دې خلګو کې عسکر، پولیس، د طبي چارو کارکونکي، ناروغان او بندیان شامل وو. چارواکي وايي چې دغه رایې اوس شمیر کېږي.

په میلیونونو هغو عراقیانو چې په ۱۴ خارجي ملکونو کې ژوند کوي د جمعې په ورځ یې رایې ورکړې. په دې انتخاباتو کې څه د پاسه ۶۰۰۰ کسانو د پارلمان ۳۲۵ څوکیو ته ځانونه کاندید کړي دي.

په عراق کې د آمریکايي قواوو دوهم درجه لوړ پوړي قوماندان ( ډګر جنرال چارلز جاکوبي) نن خبریالانو ته وویل چې د دې انتخاباتو په وخت د امنیت ساتل ډیر مهم دي او عراقیانو دا وښودل چې هغوی دا لیاقت لري چې په خپله محفوظ او قانوني انتخابات وکړي.

XS
SM
MD
LG