د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس کرزی مارجې ته تللی


د افغانستان جمهور ریس حامد کرزئ نن په ناڅاپی توگه د هلمند ولایت د مارجی ولسوالۍ ته ولاړ. مارجه یو وخت د طالبانو قوی مرکز و او په دی وروستیو وختونوکی د امریکا، برتانیی او افغان قواوو په عملیاتو کی ونیوله شوه.

جمهو ریس د تقریبآ دری سوه کسانو سره په یوه جومات کې خبرې وکړې او د امنیت او بیا رغونی په چارو کی یی د خپل حکومت سره د هغوی ملاتړ وغوښت.

د سیمی مشرانو او سپین ږیرو وویل چی هغوی د ښاغلی کرزی ملاتړ کوی خو د خپل ژوند د حالت ، د پوځ لخوا د هغوی د کورونو تلاشی کیدل او ملکی خلکو د مرگ ژوبلی په اړه یی هغه ته شکایت وکړ.

د ښاغلی کرزی سره په افغانستان کی د ناتو قوماندان جنرال ستینلی مک کریستل هم مل و.

د افغانستان چارواکی وایی چی یوه ورځ مخکی د جمهوری ریاست هییت ته تقریبآ څلور کیلو متره نژدی یو راکټ یا هاوان ولگید خو ونه چاودید.

طالبانو ویلی چی هغوی دا حمله وکړه خو یو نطاق وایی چی ښاغلئ کرزئ نه و په نښه شوی ، بلکه د برتانیی صدراعظم گوردن برون په نښه شوی و.

خو ښاغلئ گوردن برون چی د شنبی په ورځ مارجی ته تللی و، د دی حملی لا د مخه خپل ملک ته رسیدلی ؤ .

چارواکی وایی په دی پیښه کی هیڅوک نه دی خوږ شوی.

همدا شان افغان چارواکی وایی چی د ملک په شمال د بغلان په ولایت کې د سیالو اسلام پالو یاغیانو په خپل مینځی جنگ کی تقریبآ ٥٠ تنه ووژل شول.

چارواکی وایی د طالبانو او حزب اسلامی د ډلی ترمینځ پرون جگړه نښتی او تر نن پوری یی دوام درلود.

د دی جگړی علت او دا چی څو کسه پکی وژل شوی تر اوسه لا معلومه نه ده.

چارواکی وایی چی دا جگړه د جنگل باغ په سیمه کی روانه ده.

د یوه بل خبر له مخی چارواکی وایی چی د گوانتانامو په زندان کی پخوانی بندی اوس د افغانستان په جنوب کی د یاغیانو د یوی ډلی مشری په غاړه لری.

افغان او د ناتو چارواکی چی نه یی غوښتل نمونه یی یاد شی وایی چی عبدالقیوم د هغو کسانو په ډله کی دی چی کیدای شی په افغانستان کی د طالبانو د دویم مشر پحیث وټاکل شی.

چارواکی وایی چی قیوم په کال ٢٠٠٧ کی د گونتانامو د زندان نه خوشی شو، بیا یوه افغانی زندان ته انتقال شو او وروسته بیا آزاد کړی شو.

XS
SM
MD
LG