د لاس رسي وړ اتصالات

لاهور کې خونړۍ ځانمرگه حمله شوې


(عکس: AP) پاکستاني پولیس وایي چې د لاهور په ښار کې د موټر بم یوه قوي ځانمرګې چاودنه شویده او لږ تر لږه ١١ کسان پکې وژل شویدي او لږ تر لږه ٦٥ تنه نور پکې ټپي شویدي.

د روغتون چارواکي وایي چې په وژل شویو کسانو کې یو ماشونو او یوه میرمن هم شامل دي.

چاودنه په لاهور کې سهار مهال پداسې وخت کې د تحقیقاتو یوې فدرالي ادارې مخې ته وشوه چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه. دغه چاودنه پداسې یوې سیمې کې شویده چې د پولیسو د تحقیقاتو زیات شمیر دفترونه پکې دي. چارواکی واېې چې په موټر کې ښاېې ٦٠٠ کېلوگرامه چاودنکی مواد اېښودل شوی وی.

تر دې دمه هیچا د دغې چاودنې مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی. چارواکي وایي د چاودنې د نښو نښانو نه معلومیږي چې د پاکستاني طالبانو لخوا شوي وي چې القاعده یې هم ملاتړ کوي.

پاکستاني چارواکي وایي چې په چاودنې کې نورې ډیرې ودانې هم تباه شویدي.

د یوه بل خبر له مخې، د پاکستان استخباراتي اجنټانو خپلې هغه تبصرې بیرته اخیستې دي چې ویلي یې ؤ آدم ګادان یې نیولی دی.

آدم ګادان په امریکا کې زیږیدلی دی او د القاعده شبکې ویاند دی. د امریکا په متحده ایالاتو کې په نوموړي باندې د خیانت الزامونه لګول شویدي.

پاکستاني چارواکو نن د دوشنبې په ورځ ویلي دي د القاعده شبکې پورې تړلی مشکوک کس چې دوي د کراچۍ په ښار کې نیولی دی، داسې ښکاري چې امریکایي تبع وي خو هغه آدم ګادن ندی.

همدارنګه د نیویارک ټایمز ورځپاڼه پخپل رپوټ کې وایي چې امریکایي چارواکو پرون د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې هغوي پدې عقیده نلري چې نیول شوی کس دې ګادان وي. تر دې دمه هم د نیول شوي کس هویت ندی په ډاګه شوی.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره، FBI د ٢٠٠۴ کال نه راپدیخوا په آدم ګادن پسې ګرځي او د هغه د نیولو په اړه معلومات وروکونکي ته یې د 1 میلیون امریکایي ډالرو انعام هم ټاکلی دی.

آدم ګادن کله نا کله د القاعده شبکې په ویډیوګانو کې راښکاره کيږي او د امریکا په متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو باندې د حملو کولو غږ کوي.

XS
SM
MD
LG