د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو نړیواله ورځ او افغانستان کې اندیښنې 


(عکس: AP) د افغانستان د عامی روغتېا وزېره واېې چې ددې په هېواد کې په هرو دېرشو دقېقو کې ېوه ښځه د حآمله توب او ماشوم د زوکړی سره تړلو ناروغېو له امله مري.

نن د ښځو نړېواله ورځ ده. دښځو ورځ داول ځل لپاره په ١٩٠٩ م کال کې په امرېکا کې ولمانځل شوه. په ١٩١١ م کال کې له ېوملېون نه زېاتوکسانو، په اطرېش، ډېنمارک ، جرمنی، او سوېتزرلېنډکې د ښځو په اوله نړېواله ورځ برخه واخېستله. اوس په دې ورځ باندی، په ځېنی هېوادونو کې ملی رخصتی ده.

دا ورځ ددې لپاره لمانځل کېږی چې د ښځو پرمختگ و ارزول شی او په هغو خنډونو غور وشی چې دښځو د پرمختگ په لاره کې لا تراوسه پراته دی.

داوروپا دامنېت او همکاری موسسې ددغی ورځی دلمانځلو په مراسمو کې ددوشنبی په ورځ ووېل چې دوامداره سوله او ثبات ېوازې په دې توگه لاسته راتللی شی چې ښځی له نارېنه وسره په برابر حېثېت باندی برخه واخلی .

دملگرو ملتونو سر منشی بان کېمون د ښځو دورځی په مناسبت ووېل چې ښځو ته واک او اختېار ورکول له اقتصادی او ټولنېز پلوه حتمی کاردی.

رپوټ وايي چې نېستی ، جنسی تېری، د تعلېم نشتوالی هغه خنډونه چې ښځی ورسره مخامخ دی. ملگري ملتونه رپوټ ورکوی چې په گرده نړی کې ېو ملېارد کسان په سخته نېستی کې ژوند کوی او په هغو کې اکثرېت ښځی دی. ملگری ملتونه واېې چې په پنځوکې به ېوه ښځه لاتراوسه هم په خپل ژوند کې د جنسی تېري قربانی وي.

په افرېقا کې، او د نړۍ په نورو ځاېونو کې تر ١٣٠ ملېونو نه زېاتی ښځی په کلتوری لحاظونو له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG