د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې نښتې شوي


دوسله وال مخالفينو اوايتلاف قواوو ترمنځ دکونړپه ولايت کې نښته شوې دواړه لوري په دې نښته کې يوبل ته دمرګ ژوبلې اړولو متضادې دعوې کوي .

تیره شپه دوسله والومخالفينو اوايتلاف قواوو تر منځ دکونړولايت اسمار په ولسوالۍ کې نښته وشوه .دواړه لوريو په دې نښته کې يو بل ته دمرګ ژوبلې اړولو متضادې دعوې کوي .وسله وال مخالفين دعوه کوي چې په دې نښته کې يې پوځيان ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دزبير صديقي په نوم يو تن چې ځان په سيمه کې دحزب اسلامي حکمتيار وياند راپېژني دادعوه کوي چې دوي په دې جګړه کې ١٤ پوځيان وژلي اوڅوموټرې يې هم له منځه وړي نوموړى په دې چګړه کې دخپلو څلورتنو وسله والو دوژنې خبر هم ورکړى دى.

خو ايتلافي قواووې ددوي دغه دعوه نه مني .په جلال ابادکې دختيڅوولايتونو لپاره ددغو قواوو يو مطبوعاتي دفتر وايي چې جګړه شوې خوددوي پوځيان په کې وژل شوي نه دي .يوازې څوتنه پوځيان يې زخميان شوي دي ،دغه دفترهم دعوه وکړه چې په دې جګړه کې يېمخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې خو دقيقه شمیره يې ورته څرګنده نه ده.

ځایيخلکو هم ددغې جګړې درامنځته کېدو پخلى کړى خو دمرګ ک ژوبلې په اړه يې خپله ناخبري ښودلې ده.

دوی وايي تیره شپه جګړه ډېره اوږده شوه ددرنواوسپکو وسلو ډزې په کې وشوې.

تر دغې پېښې وړاندې هم په دغه ولايت کې ددرنوجګړو خبرونه ترغوږشوي دي .خوددې ترڅنګ له دغوجګړوسره سره بياهم په دغه ولايت کې دبيارغونې يولړداسې پروژې ترسره کېږي چې ددې سيمې په اقتصادي ،تعليمي اوروغتيايي برخه کې ډېرې ګټورې ګڼل کېداى شي.

دبيارغونې په دغوپروژو کې استنادي دیوالونو ،پلونه ،پلګوټي ،دښوونځيو اوروغتيايي مرکزونو ودانۍ شاملې دي.

دسيمې چارواکي وايي چې د دغوودانيو زياتره لګښت امريکاولايتي بيارغونې ډلې له خواوورکول کېږي ددوي په ويناهمدااوس مهال يې دکونړي سين ترغاړې پرتو٥ولسواليو ته داستنادي دېوالونوکار پيل کړى چې ددې پروژې په تطبيق سره بۀ دوي په دې وتوانېږي چې دسين ترغاړې زياتره ولسوالۍ دسين له خطره وژغوري.

له بل پلوه ناڅرګندووسله والو تېره شپه يوملا امام دننګرهار په ولايت کې وژلى دى.

ددغه ولايت امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفترامر سمونوال عبدالغفورپه وينا دغه پېښه تېره شپه دخوګياڼو ولسوالۍ دوزيروپه سسمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې شپږتنه ناڅرګندوسله وال په سيمه کې يوجومات ته ننوتل اودجومات ملا امام يې په ډبولو له ځانه سره بوت ،په جومات کې هغه کسان هم وهل شوي چې ددغه ملا امام ننګه يې کوله.

دى واييسهارمهال ددغه ملاامام مړى په همدې سيمه کې وموندل شو.که څه هم امنيتي مسوولينو ددغې پېښې پړه نېغ په نېغه په چاوانه چوله خوويې ويل دغه پېښه ناڅرګندو وسله والو ترسره کړى چې دوي يې دنيولو هڅې پيل کړې دي .خوددولت کومې وسله والې مخالفې ډلې ټپلې لاتر دې دمه ددغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخستې.

له بل پلوه دملي امنيت ادارې په دغه ولايت کې څلور تنه دسړي تښتونې په تورنيولي دي .چې تردامهاله له دغې ادارې سره ترپوښتنو ګروېږنولاندې دي.

له دغې ادارې څخه په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان يې دسره رود په ولسوالۍ کې نيولي دې چې دخبرپاڼې په وينا دوي په خپل جرم هم اعتراف کړى دى.

له بل پلوه ددغه ولايت چارواکيو دخوګياڼو په ولسوالۍ کې ددو تنو مشکوکو کسانو دنيولو خبر هم ورکړ.

ددوي په وينا دغه دوه تنه له مخالفينو سره دلاس لرلو په تورنيول شوي چې دامهال ترپوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

په سيمه کې پرتې ايتلافي قواووې اوافغان امنيتي چارواکي وايي چې دغه کسان دوي په ګډه ديولړعملياتوپه ترڅ کې تېره شپه له يواندازه چاودېدونکيو موادو سره نيولي دي.

XS
SM
MD
LG