د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د پارلماني انتخاباتو نتیجې وځنډولې


(عکس: AP) د عراق د انتخاباتو د کمیسون چارواکو د یکشنبې د ورځې د پارلماني انتخاباتو د لومړنیو نتیجو اعلانول ځنډولي دي. هغوي وایي دا کار یې پدې خاطر کړیدي چې تر دې دمه یې کافي رایې ندي شمیرلي.

د عراق د انتخاباتو د عالي خپلواک کمیسون یوه ویاند نن د سه شنبې په ورځ وویل وروسته تر دې چې هغوي دیرش په سلو کې رایې په جدولونو کې برابرې کړي نو د نتیجو اعلان به وکړي. د انتخاباتو چارواکو ویلي دي چې ښایي د چارشنبې او هم پنجشنبې تر ورځې پورې به هغوي پدې وتوانیږي چې د رایو لومړنۍ نتیجې اعلان کړي.

عراقي چارواکو پلان درلود چې د سه شنبې په ورځ په بغداد او شاوخوا ایالاتونو کې د رایو لومړني نتایج اعلان کړي. د پارلماني انتخاباتو په سیالۍ کې د عراق په پایتخت کې رایې ګټل زیات اهمیت لري ځکه چې د پارلمان د پنځو څوکیو نه یوه یې همدغې سیمې ته ځانګړې شویده.

د عراق د انتخاباتو چارواکو ویلي دي چې د 2005 کال د پارلماني انتخاباتو په پرتله پدې انتخاباتو کې سني اقلیتونو زیاته برخه اخیتسې وه. دغه چارواکي وایي چې د تیرو پارلماني انتخاباتو سره سنیانو مقاطع کړې وه.

چارواکي وایي چې د انبار، دیالا او نینواه په ایالاتونو کې چې زیاتره اوسیدونکي یې سنیان دي شاوخوا 60 په سلو کې خلکو په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه او د صلاح الدین په ایالت کې بیا تقریباً اویا په سلو کې خلکو په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG