د کال ١٩٨٥ د مارچ پر یوولسمه میخایل گورباچیف د د کونستانتین چرنینکو له مړینی وروسته د شوروی اتحاد دکمونیسټ د عمومی منشی په حيث انتخاب سو. گورباچیف په وروسته شپږو کالو کی په شوروی اتحاد کی ډېر زیات تغیرات راوستل.
گورباچیف په کال ١٩٣١ کی زېږېدلی او په لومړۍ ځوانی کی د شوروی اتحاد د کمونیسټ گوند د ځوانانو د ډلی غړی سو.
گورباچیف د حقوقو په څانگه کی د تحصل د بشړولو څخه وروسته په سیاست کی ډېره فعاله برخه واخیستله. هغه ډېر ژر د روسیې د خفیه پولیسو کې جې بي د ریس یوری اندروپوف په ډله کی شامل سو او د هغه په مرسته او لارښودنه په کال ١٩٧١ کی د شوروی اتحاد د کمونیسټ گوند مرکزی کمېټې غړی سو.
کله چی په کال ١٩٨٢ کی د شوروی مشر لیونید بریژنیف مړ سو نو د اندروپوف تر مشری لاندي په نوي حکومت کی د گورباچیف فعالیت هم ورسره زیات سو. په هغه وخت کی ډېرو خلکو فکر کاوه چی د خپل استاد او مربي اندروپوف ځای به ونیسی خو گورباچیف له یوې خوا ډېر ځوان وو او له بلی خوا د کمونیسټ گوند مشران په دې عقیده وه چی هغه د اصلاحاتو ډېر سخت طرفدار دی، نو ځکه یې دده پر ځای کونستانتین چرنینکو غوره کړ.
چرنینکو په کال ١٩٨٥ کی مړ سو او گورباچیف د هغه پر ځای د کمونیسټ گوند عخمومی منشی په حيث وټاکل سو. گورباچیف په داخل کی حیرانونکي اصلاحات راوستل او په خارجی پالیسی کی یې ډېر زیات تغیرات راوستل. سیاسی استبداد یې کم کړ او د شوروی په وران ویجاړ اقتصادی سسټم کی یې اصلاحات راوستل.
د متحده ایالاتو سره یې خپل اړېکی بهتر کړل او په کال ١٩٨٧ کی ده او جمهوریس رانلډ رېگن د منځنی واټن اټومی توغوندیو د کمولو تړون لاسلیک کړ.
خو د شوروی اتحاد دسسټم لپاره د اصلاحاتو گام ښایی ډېر چټک وو.
د ١٩٨٠ د لسیزی تر پایه پوری شوروی اتحاد ړنگ سوی وو. د ختیځی اروپا هیوادونه یو په بل پسې د شوروی اتحاد څخه بېلېدل ، د شوروی اتحاد بېلو بېلو جمهوریتونو خپلواکی اعلان کړه او اقتصادی وضع مخ په خرابېدلو سوه. د کال ١٩٩١ د ډسامبر په میاشت کی گورباچیف د جمهوری ریاست له مقام څخه استعفی وکړه او شوروی اتحاد رسما له منځه ولاړ.