د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: ایران د طالبانو 'محدود' ملاتړ کوي


(د AP عکس) د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرت ګیټس پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د طالبانو سره د ایران ملاتړ ډیر محدود دی.

ښاغلي ګیټس پرون د پنجشنبې په ورځ خپل د سفر پر مهال د عربي اماراتو د ابو ډوبۍ په ښار کې په یوه امریکايي نظامي اډې کې دغه خبري وکړې.

ښآغلي ګیټس وویل چې په اوسنيو حالاتو کې پر طالبانو باندې د ایران نفوذ د آمریکا د متحده ایالاتو دپاره غټه ستونزه نه ده خو زیاته یې کړه چې هغه نه غواړي چې دغه ستونزه پسي غټه شي.

د دفاع د وزیر ګیټس او د ایران د جمهور رئیس احمدي نژاد ترمینځ لفظي شخړو د پرون تر ورځې پوري هم ادامه درلودله.

پرون د آمریکا د دفاع وزیر ګیټس افغانستان او مینځني ختیځ ته خپل سفر پای ته ورساوه.

د ایران جمهور ریْس ښاغلي احمدي نژاد وویل چې که آمریکا غواړي د نظامي لارې نه په سیمه کې پر تیلو باندې قبضه وکړي نو د هغه په وینا د فارس په خلیج کې به ځوانان د هغه لاسونه پرې کړي.

ګیټس پر ایران باندې د دې تور ولګاوه چې په افغانستان کې سیاسي لوبې کوي، د یوې خوا نه ادعا کوي چې د افغانستان د خلګو ملاتړ کوي او د بلي خوا بیا د آمریکا په مشرۍ هلې ځلې چې غواړي افغانستان ته سوله او ثبات راولي کمزورې کړي.

د آمریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس وايي چې د فارس د خلیج ملکونو دې ته آماده ښکاري چې چین ودې ته وهڅوي تر څو پر ایران باندې ددغه ملک د اټمي پرورګرام په خاطر د نورو بندیزونو د لګولو ملاتړ وکړي.

ګیټس په ابو دوبۍ کې وروسته له هغه نه چې د سعودي عربستان د مقاماتو سره یې خبرې وکړې، دغه څرګندونې وکړې.

د دفاع وزیر وايي چې سعودي عربستان او د عربو متحده امارات دې ته آماده دي چې روسیې ودې ته وهڅوي ترڅو پر ایران باندې ددغه ملک د اټمي پروګرام په خاطر فشار زیات کړي. خو ددفاع وزیر ګیټس وايي چې په دې برخه کې ډیر لږ کار ته اړتیا شته ځکه داسي ښکاري چې مسکو پر ایران باندې د نورو بندیزونو ملاتړی دی.

ګیټس زیاته کړه چې د فارس د خلیج په ملکونو کې یو عمومي تفاهم موجود دی هغه دا چې پرته له دې چې پر ایران باندې نور بندیزونه ولګول شي، بله هیڅ چاره نشته چې ایران و دې ته اړ شي چې خپل د اټمي پروګرام نه لاس واخلي.

د آمریکا متحده ایالات او لویدیځ ملګري یې پر دې کار کوي چې پر ایران باندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو څلورم پړاو تطبیق کړي.

XS
SM
MD
LG