د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې برتانوی تښتول شوی ماشوم وموندل شو


پاکستاني مامورین وایي چې چارواکو هغه پاکستاني الاصله برتانوی ماشوم پیدا کړیدی چې تیره اونۍ د دغه هیواد په ختیځ کې د خپل کور څخه تښتول شوی ؤ.

د برتانیې د سکای نیوز ټلویزون د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رحمان ملک له قوله ویلي دي چې د پنځه کلن ماشوم ساحل سعید روغتیایي حالت پرون د چارشنبې په ورځ ښه ؤ.

تر دې دمه دا لا معلومه نده چې دغه ماشوم چا او چیرته یې پیدا کړیدی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي دي چارواکي شک لري چې د دغه ماشوم په تښتونو کې د هغه د کورنۍ ځینو غړو لاس درولود.

د ماشوم پلار چې پخپله پاکستانی دی، ویلي یې دي چې تښتونکو د ماشوم د خوشې کیدو په بدل کې ترینه د یو لک او شل زرو ډالرو غوښتنه کړې وه.

دغه پنځه کلن ماشوم د جهیلم په ښار کې د خپل انا د کور څخه تښتول شوی ؤ.

پاکستاني پولیس وایي چې پدې وروستیو کې په هیواد کې له یوې خوا د خلکو تښتول او له بلې خوا تشدد زیات شویدی. چارواکي د دغو کارونو پړه په جنایت کارو ډلو او جګړه مارانو باندې وراچوي او وایي چې د ت

ښتول شویو کسانو په بدل کې چې کومې پیسې هغوي لاسته راوړي په همدغو پیسو باندې هغوي خپل فعالیتونه تمویلوي.

ډیری قربانیان هم پخپله پاکستانیان دي.

XS
SM
MD
LG