د لاس رسي وړ اتصالات

خوست او پکتیکا کې حملې شوي


په خوست او پكتيكا ولايتونو كې دبيلابيلو پېښو په ترڅ كې ديو بهرنې اتباع په ګډون دري تنه وژل شوي او دري نور ټپيان شويدي .

نن له غر مې وروسته دخوست ولايت دنادرشاه كوټ ولسوالۍ دداخيو په سيمه كې دسرك جوړنې ديو شركت په كاركونكو وسلوال بريد شوي .

په خوست كې دملي اردو د دريستيزوال جنرال زهير وردګ وايي نن له غرمې وروسته وسلوالو طالبانو دايل پي جي په نوم دسرك جوړنې ديوې كمپنې په كاركوونكو وسلوالو بريد كړي چې په ترڅ كې يي يو بهرني انجينر چې دايتوپيا له هيواد څخه وو وژل شوي او يو افغان ټپي شويدي .

وردګ زياتوي له پېښې وروسته افغان ځواكونو يو بريد ګر چې چادرې په سر وه له وسلې سره نيولې او له بريدكوونكو څخه يوسراچه موټر هم د دوي لاس ته ورغلي ده.

د سرك جوړونې ددغه کمپنۍ افغان مشر سخي جان ځدراڼ رسنيو ته ويلې پدې بريد كې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ځدران زياتوې په وژل شوو كسانو كې د جنوبي افريقا يو انجينر او د ده يو افغان موټر چلونكې او په ټپيانو کې يو هندي تبعه او بل افغان ساتونکۍ شامل دي .

سخي جان ځدراڼ ويلي چې يو شمېر مخ پټي وسله وال کسان چې د کمپاين ځواکونو دريشۍ يې اغوستې وي په يوه کرولا موټر کې راغلل او په ناڅاپي ډول يې د دوى پرکسانو ډزې پيل کړې.

وسلوالو طالبانو دبريد مسوليت په غاړه اخيستي او ادعا كوي چې پدې بريد كې يي دنوموړي شركت لس تنه كورني او بهرني انجينران وژلي دي .

طالبان وايي پدې بريد كې د دويي كسانو ته زيان ندي رسيدلي او ټول خوندي ځايونو ته رسيدلي دي .

همدا ډول وسلوال طالبان ادعا كوي ددغه دعليشيرو په ولسوالۍ كې دبهرنيو ځواكونويو ټانك او دمركز اړونده دډيرې په سيمه كې يي دملي اردو دسرتيرو موټر په ماينونو الوځولي دي خو په خوست كې ميشت ناټوځواكونه او سيمه ايزو افغان چارواكي پدې اړه ناخبري ښې او وايي چې داډول پېښې نه لري.

په ورته وخت كې په خوست كې دملي اردو دريستيزوال جنرال زهير وردګ وايي چې دخوست او ګرديز ترمينځ په غځيدلې سرك د دوه منده له ولسوالۍ څخه تر وزي ځدانو پوري تصفيوي عمليات پيل كړي چې په ترڅ كې يي يو شمير وسلي اويوه اندازه چاوديدونكي مواد او څلور شكمن كسان نيولي دي .

ديو بل خبر له مخې نن سهار دپكتيكا ولايت دګيلانې ولسوالۍ دلواړې په سيمه كې دسرحدي پوليسو په موټر چاودنه شوي .

ددغه ولايت دوالي وياند مخلص افغان وايي چې پدې چاودنه كې يو سرحدي پوليس وژل شوي او بل ټپي شويدي .

وسلوالو طالبان بيا وايي چې دوي پدي سيمه كې دبهرنيو ځواكونو دوه ټانكونه په ماينونو الوځولي اوو پكې ناست كسان وژلي دي خو ناټو ځواكونه بيا ادعاوي نه مني د يادونې وړ ده، چې په دې ورستيو کې يو ځل بيا د وسله والو طالبانوپه بريدونو کې زياتوالى راغلى چې له امله يې يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

تيره ورځ هم په خوست او پكتيكا ولايتو كې دبيلابيلو ځان مرګو بريدو له امله دوه بهرني سرتيري او څلور سرحدي پوليس وژل شوي او دشپږو بهرنيو سرتيرو په ګډون نهه تنه افغان سرحدي پوليس ټپيان شوي وو .

XS
SM
MD
LG