د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس کرزی د اسلام اباد نه بیرته راستون شوی


د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهورریس حامد کرزی پاکستان ته د یو دوه ورځینی رسمی سفر او په اسلام اباد کی د پاکستانی چارواکو سره د دواړو هیوادونو د علاقی وړ مسلو په سر د خبرو وروسته د پنجشنبی په مازیګر د اسلام اباد نه کابل ته راستون شو.

د افغانستان د جمهوری ریاست د نړیوالو رسنیو په برخه کی د جمهور ریس مرستیال نطاق سید حامد علمی اسلام اباد ته د جمهور ریس کرزی او سره هیات سفر یو ډیر بریالی سفر وګڼه.

علمی امریکا غږ اشنا راډیو وویل چی ددغه سفر په ترڅ کی د پاکستان جمهور ریس او نورو حکومتی چارواکو په افغانستان کی د مخالفو وسلوالو سره د جمهور ریس کرزی د پخلاینی او سولی د پروګرام نه بشپړ ملاټړ څرګند کړه.

"پاکستان ته د جلالتماب جمهور ریس او د هغه د ملګرو سفر مونږ لپاره ددی له امله ډیر زیات اهمیت وړ دی چی پاکستان د سولی د پروګرام نه بشپړ ملاتړ څرګند کړ".

سید حامد علمی د پاکستان د جمهور ریس ددغه هیواد د صدراعظم او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د جمهور ریس کرزی او دهغه ورسره هیات د خبرو په باب وویل چی پدی خبرو کی دغو ټولو چارواکو په څرګنده جمهور ریس کرزی ته وویل چی پاکستان دی نتیجی ته رسدلی چی په افغانستان کی سوله ددغه هیواد په ګټه ده.

"دا یوه مسله وه چی پاکستانی چارواکو پری ټینګار کوه چی پاکستان او افغانستان په ګډه کولی شی زورزیاتی له منځه یوسی او یوبل سره همکاری وکړی".

د افغانستان د جمهوری یاست د نطاق مرستیال د پاکستانی چارواکو سره د جمهور ریس کرزی په خبرو کی افغانستان ته د هغو طالبانو چارواکود ستنولو په باب چی اوس د پاکستان په زندانونو کی ورځی شپی تیروی وویل چی که څه هم د دواړو جهمورریسانو او نورو پاکستانی چارواکو سره په خبرو کی دا مسله یاده شوه خو د افغانستان او پاکستان د مشرانو د خبرو عمده مسله په سیمه کی د سولی ټنګیدل وه.

جمهور ریس حامد کرزی د چهار شنبی په ماسپښین د کابل نه اسلام اباد ته سفر کړی وه هغه ددغه سفر په ترڅ کی د د پاکستان د جمهور ریس اصف علی زرداری صدراعظم سید یړسف رضا ګیلانی د پوځ لوی درستیز اشفاق کیانی او د پاکستان د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټی د ریس او غړو سره هم د افانستان او پاکستان په حالاتو خبری کړی دی.

جمهور ریس کرزی په تیرو نهه کالو کی د افغانستان د حکومت د مشر په حیث څو ځله پاکستان ته سفرونه کړی خو د تیر کال د نوامبر په میاشت کی د افغانستان د جمهور ریس په حیث د دوهم ځل لپاره لپاره د ټاکل کیدلو ورورسته دا اسلام اباد ته د هغه لمړی سفر وه.

XS
SM
MD
LG