د لاس رسي وړ اتصالات

د كندوز خلك د بيارغونې له كارونو خوښ ندي


د كندوز ښار تقريبا پنځه اتيا كاله پخواجوړ شوى دی.

ددغه ښار عمومي لوى سركونه اته متره پلنوالې لري چې د اوسنۍ ګڼې ګوڼې لپاره مناسب نه دى، د كندوز د ښار د پراختياپه نسبت په دغه ښار كې د موټرو او خلكو ګڼه ګوڼه د ترافيكي پيښو سبب هم كيږي.

د كندوز د ښار اوسيدونكي وايي چې دولت بايد ددغه شار ماسټرپلان عملي كړي چې د خلكو لپاره سهولت رامينځ ته شي.

دغه ښار اوس هم په همغو خاورينو ودانيو اباد دى چې د جوړيدو پر وخت يې جوړې شوي دي، د كندوز دښار او ولسواليو څوتنه اوسيدونكي وايي چې دولت بايد ددغه ښار د ابادۍ لپاره پلان جوړ كړي.

بشير احمد وايي چې په كندوز كې د دولت له خوا د ښار د جوړيدو لپاره هيڅ كار نه دى شوي او كومې ابادۍ چې شوي هغه هم د خلكو شخصي ودانۍ دي، كه ماسټرپلان عملي شي نو ښار به هم ورسره اباد شي، او زيات خلك د ماسټر پلان د عملي كيدو په طمعه دي چې تر څو د پلان مطابق خپلې ابادۍ جوړې كړي.

محراب وايي چې په كندوز كې د خلكو د غوښتنې مطابق د بيارغونې كارونه نه دي شوي خو په كليو كې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د كليو لارې جغل اندازي شوي چې خلكو ته يو څه سهولت پيدا شوي خو په ښار كې د بيارغونې ضرورت زيات دى.

په چاردره كې د بيارغونې كارونه هيڅ نه دي شوي ، كه شوي هم دي د خلكو د ستونزو دحل لپاره كافي نه دي، او دولت هم ددغې ولسوالۍ د ابادۍ لپاره كوم خاص پاملرنه نه ده كړې د كندوز والي څو ځل ددغې ولسوالۍ د سرك د قير كولو وعده كړې خو تراوسه يې هيڅ كار نه دى شوې او په سيمه كې اوس هم ماشومان د ونو سيوري ته زده كړې كوي، نو همدغه علت دى چې خلكو له دولت سره فاصله پيدا كړې.

د كندوز ښار كې تراوسه نوې څه نه ليدل كيږي چې څوك ووايي چې دغه كار شوې اوس هم دغه ښار په همغو زړو ودانيو اباد دى ، د ښا ر يو بل اوسيدونكې بيا وايي چې په كندوز كې تر اوسه داسې پروژې نه دي عملي شوي چې دخلكو ژوند پرې ښه شوې وي د بيارغونې هغه كارونه چې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې تر سره شوي د يادولو وړ دي ، مګر په دغه ولايت كې بايد داسې پروژې عملي شي چې د خلكو پر اقتصاد مثبت اغيز ولري.

مګر دولتي چارواكي وايي چې په كندوز كې د پام وړ ابادي شوې ښوونځي، كلنيكونه، پلچكونه او لارې جوړې شوي چې د خلكو زياتې ستونزې يې حل كړي دي او په اسانۍ سره كولاې شي د كندوز ښار ته تګ راتګ وكړي، درې كاله پخوا د كندوز د ښار څوارلس كيلو متره عمومي او فرعي سركونه قير شوي چې د پخوا په نسبت يې سهولت رامينځ ته كړى.

خوخلك بيا هم له دولت څخه غوښتنه كوي چې د كندوز ښار په نوى بڼه جوړ كړي.

XS
SM
MD
LG