د لاس رسي وړ اتصالات

لاهور کې ځانمرګو بریدونو ۴۵ تنه ووژل


(عکس: ‍AP) پاکستاني پولیس وايي چې د لاهور په ښار کې نن د جمعې په ورځ د ځانمرګو په دووبریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ کسه وژل شوي او د ۱۰۰ نه زیات کسان ټپیان شوي دي .

چارواکي وايي چې د دواړو ځانمرګو په بریدونو ۱۵ ثانیې د یو بل سره فاصله درلود ه او دواړو حملو نظامي وسایط په نښه کړل. پولیس وايي چې ځانمرګه برید کونکي پر پښو روان وو.

دا دوهم ځل دی چې په روانه اونۍ کې په لاهور کې حملې کېږي، د دوشنبې په ورځ هم په یوه ځانمرګه برید کې ۱۳ کسه ووژل شول او ۷۰ تنه نور ټپیان شول.

د یوه بل خبر د مخې یوه پاکستانی چارواکی ( جمیل سومرو) ویلي دي چې پرون د پنجشنبې په ورځ د کراچۍ په ښار کې په فرقه ایی جګړه کې پنځه کسه ووژل شول.

یوه وسله وال سړي په هغه موټر باندې ډزې وکړې چې په کښي یو سخت دریځي مذهبي مشر، مفتي سعید جلالپوري سپور و، په دغه پېښه کې د هغه په ګډون درې تنه نور هم ووژل شول.

دغه راز د پنجشنبې په ورځ یوه وسله وال سړي د یوې سني یاغي ډلې پر محلي مشر مولانا ندیم غفور باندې ډزې وکړیې او هغه یې ټپي کړ. په دغه پېښه کې د هغه زوی په ډزو کې ووژل شو. په پاکستان کې ددغې سني یاغي ډلې پر فعالیت باندې بندیز لګیدلی دی.

XS
SM
MD
LG