د لاس رسي وړ اتصالات

چین د آمریکا پرضد ریپوټ خپور کړیْ


د چین حکومت د بیجینګ په اړه د آمریکا د بشر د حقوقو د کلنیز انتقادي ریپوټ په جواب کی یو بل ریپوټ د آمریکا پرضد خپور کړی دی.

د چین دولتي شورا نن د جمعې په ورځ یو ریپوټ خپور کړ او آمریکا یې په دې تورنه کړه چې په هغه ملک کې د کورونو د قرضو د بحران د رامینځ ته کیدو په وجه په نړۍ کې اقتصادي رکود را پیدا سو.

دغه راز چین په خپل ریپوټ کې پر آمریکا باندې د ا تور هم ولګاوه چې د خپلو اتباعو حقوق یې محدود کړي دي چې په کښي د نژادي مساوات ، شخصي امنیت او سیاسي او اقتصادي پرمختګ نشتوالی شامل دی.

چین دغه اقدام په داسي حال کې کوي چې پرون د پنجشنبې په ورځ د آمریکا د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزارت په خپل کلنیز ریپوټ کې چین په زیا ته اندازه د بشر د حقوقو په سرغړونو تورن کړ. په دغه ریپوټ کې راغلي دي چې چین پروسږ کال د بشر د حقوقو ډیر فعالین نیولي او زورولي دي او دغه راز پر دغه کمونست رژیم باندې یې تور ولګاوه چې د تیبیت او سینکیا نګ په ولایتونو کې یې د مذهب او کلتور په نامه خلک ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG