د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په هند کې ۱۲ اټمي بټۍ جوړوي


د روسیې صدراعظم ویلادمیر پوتین نن د جمعې په ورځ د خپل هندي انډول منموهن سینګ سره په نوې ډیلۍ کې وکتل چی د څه دپاسه لسو معاهدو د لاس لیکیدو بهیر وڅاري. دغه معاهدې د ملکي اټمي انرژۍ او وسلو په برخه کې دي.

ښاغلی پوتین هیله مند دی چې پر هند باندې د لس میلیارډ ډالرو د وسلو او ټیکنالوجۍ قراردادونه به پای ته ورسوي.

ټاکل شوې وه چې هند د روسیې څخه هغه بېړۍ رانیسي چې الوتکې انتقالوي. روسیه پر دغې بېړۍ باندې کار کوي چې د هند لپاره یې عصري کړي. هند په کال ۲۰۰۴ کې د لومړي ځل دپاره وړاندیز وکړ چې دغه بېړۍ د یوه ملیاردو ډالرو نه په قیمت واخلي خو اوس ښاييد دغې بېړۍ قیمت ۲،۳ میلیارډ ډالر ورکړي.

ټاکل شوې د ښاغلي پوتین هیت به د هند سره د ٢٩ ( میگ ٢٩ کې ) جنګي جیټ الوتکو د خرڅولو تړون هم امضا کړي او دغه راز د هند سره به مرسته وکړي چې څو نورې د اټمي برېښنا بټۍ جوړې کړي.

د روسیې د اټمي ادارې ریْس سرګي کیري ینکو وايي چې روسیه به په هند کې ۱۲ اټمي بټۍ جوړې کړي او نیما یي به یې د راتلونکو اوو کلونو په ترڅ کې جوړې شي.

ښاغلي کیر ي ینکو چې د صدراعظم پوتین سره په سفر نوې ډیلۍ ته تللی نن د جمعې په ورځ یې وویل چې روسیه به د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنیځ په هند کې ۶ اټمي بټۍ جوړې کړي. د دېنه مخکي ښاغلي پوتین اټمي انرژي د دواړو ملکونو ترمینځ د همکارۍ یوه مهمه منبع وبلله.

ښاغلي پوتین زیاته کړه چې د جنوبي آسیا د دغه ملګري هیواد سره به د ذروي بټیو په جوړولو، د ذروي سونگ موادو په برابرولو او دغه راز د ذروي فضله موادو په پاکولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG