د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان په چاودنه کې ۶ کسه وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د رزګان د ولایت په ( تیرین کوټ) کې د سړک په غاړه د بم په چاودنه کې شپږ کسه وژل شوي او یو تن زخمي شوی دی.

دغه وزارت ویلي دي چې دا پېښه نن سهار هغه وخت وشوه چې یو موټر په سړک روان و او په ښخ شوي بم وربرابر شو.

له بلي خوا د افغانستان د پولیسو یوه صاحب منصب د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې یو بم چې یاغیانو غوښتل د باغیس په ولایت کې یې کوم ځای ښخ کړي، د هغوی په لاسونو کې وچاود او دوه یاغیان یې ووژل .

یاغیان په افغانستان کې عموماْ افغان او نړیوالو قواوو ته داسي بمونه ښخوي، مګر د هغو په چاودلو سره زیاتره ملکي خلګ وژل کېږي.

او یو بل خبر وايي چې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي موافقه کړې چې په هغه هیات کې به دوه تنه غیر افغانان وټاکي چې د راتلونکو پارلماني انتخاباتو څارنه کوي.

تیره میاشت ښاغلي کرزي ځان ته بشپړ اختیارات ورکړل چې د ملي انتخاباتو د کمیسون غړي به پخپله ټاکي. په دې فرمان سره هغه پخوانی قانون لغوه شو چې ددغه کمیسون د پنځو غړو نه درې غړي به د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل کیدل.

XS
SM
MD
LG