د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګر ملتونو نوی خاص استاځی کابل ته ورسید


سټفان دی میستورا چی د ملګروملتونو عمومی منشی بان کی مون په افغانستان کی د خپل نوی ځانګړی استازی په توګه ټکلی د شنبی په ورځ کابل ته راورسید.

هغه د کابل په هوایی ډګر کی خبریالانو سره په لنډو خبرو کې پدې خوښي وښوده چې عمومي منشي بان کي مون دی افغانستان لپاره د خپل ځانګړی استازی په توګه غوره کړی دی . دی میستورا وویل چی دی به افغانانو سره د نړیوالی ټولنی د تعهداتو په دوام ټینګار وکړی هغه وویل چی د ملګرو ملتونو د امنیت د شوراد ملاتړ او د افغانستان د لوړپوړو چارواکو په سلا مشوره به په افغانستان کی د ملګرو ملتونو پروګرامونه پر مخ بوزی.

هغه خبریالانو ته وویل چی ملګری ملتونه د اوږدو کلونو لپاره افغانانو سره همکاری کوی ،،مونږ نه یوازی د افغانستان د سیاسی ثبات په برخه کی افغانانو سره مرسته کوو بلکه د ژوند په نورو برخو لکه ټولنیزو چارو او اقتصادي دګر کی هم هغوی سره همکاري کوو.،،

دی میستورا وویل چی افغانانو د اوړدو کلونو لپاره ستونزې ګاللې دي هغوی د نړیولی ټولنی د مرستو مستحق دي. سټفان دی میستوراچی د سویډن اوسیدونکی دی عمومی منشی بان کی مون د روان عیسوی کال دجنوری په میاشت کی افغانستان لپاره دملګرو ملتونود د ځانګړی استازی په توګه وټاکه .

دی میستورا په عراق کی د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړی استازی د مرستیال د جنوبی لبنان لپاره د سرمنشی د ځانګړی استازی په روم کی د ملګرو ملتونو د معاوماتو د مرکز د مشر په حیث هم، ملګرو ملتونو سره د خپل۳۸ کلن کار په په اوږدو کی دندی سرته رسولی دی.

XS
SM
MD
LG