د لاس رسي وړ اتصالات

د آمریکا د بشري حقوقو په کلني ریپوټ کې د افغانستان یادونه


د آمریکا د حکومت د بشر د حقوقو کلنی ریپوټ وايي چې په افغانستان کې د بشر حقوق په سمه توګه نه رعایېږي خو دا هم وايي چې دلیل یې تر زیاته حده پوري امنیتي ستونزې دي چې د تیر کال راهیسې په تېزۍ سره زیاتې شوي دي. د دې ټولو برسېره د افغانستان حکومت خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې کار کوي. د آمریکا غږ خبریال ګیري دومس په واشنګټن کې په دې اړه یو ریپوټ جوړ کړی چې په لاندې ډول دی.

د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت کلنۍ ریپوټ ښيي چې په افغانستان کې د بشر د حقوقو نه سرغړونې شوي دي ، غیر قانوني وژنۍ شوي دي، پر مطبوعاتو باندې بندیزونه لګول شوي دي او د ښځو په مقابل کې د تشدد او تعصب نه کار اخیستل شوی دی.

په دغه ریپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې په دغه ملک کې د یاغیانو حملو په تیره بیا ددغه ملک په شمال او شمال خیتځو برخو کې چې پخوا نسبتاْ آرامې وې اوس پر موثرې حکومتدارۍ او دغه راز بشري مرستو باندې ناوړه اغیزه کړېده.

دغه راز یادشوی ریپوټ وايي چې ياغي طالبانو ځیني وختونه د بشر د حقوقو د ریپوټونو نه ناوړه ګټه پورته کړې او په ځینو مواردو کې یې د بشر د حقوقو د سرغړونو د ریپوټونو نه د پروپاګند دپاره استفاده کړېده.

د باندنیو چارو د وزارت ریپوټ د جمهور ریْس حامد کرزي د بیا انتخابیدو په باب هغو ریپوټونو ته اشاره کوي چې ویل یې د افغانستان د تیرکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د لوړې کچې ټګۍ برګۍ شوي دي خو دغو ادعاګانو دومره ځای وننوي چې انتخابات بدنامه کړي.

جمهور ریْس کرزي په دې ورستیو کې یو فرمان صادر کړ چې په ترڅ کې به یې د دې نه وروسته د شکایاتو د اوریدو د کمیسون غړي د جمهور ریْس له خوا ټاکل کېږي. د شکایاتو د اوریدو کمیسون د تیرو انتخاباتو بهیر وڅاره.

خو د بشر د حقوقو د څارنې د سازمان څخه (برد ادمس) وايي چې د جمهور ریٌْس کرزي جنجالي بیا انتخابیدل او د ښاغلي کرزي له خوا د انتخاباتو د کمیسون د ټاکلو د صلاحیت ځان ته کول ، زورونکې مسلې دي هغه داسي وايي ،،دا ډیر ناوړه سیاست دی چې هیڅ د ښه حکومتدارۍ او د قانون د حاکمیت سره سر نخوري. دا د اندېښنه وړ نښه ده. نو په دې دلیل زه فکر کوم چې د انتخاباتو د شکایاتو د اوریدو کمیسون یوه غټه ستونزه ده. او که چیري آمریکا په خپل کلنیز ریپوټ کې په دې اړه سخته یادونه ونکړي نو دغه ریپوټ به صادقانه نه وي،،.

دغه راز د افغانستان پارلمان هم په دې ورستیو کې یو قانون تصویب کړ چې په ترڅ کې یې ټول هغه جنګي جنایت کاران معاف کړل چې د ۲۰۰۱ کال نه مخکي یې جنایتونه کړي وو.

د بشر د حقوقو په برخه کې د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت مرستیال ( مایکل پوسنر) وویل په داسي حال کې چې دغه دواړې مسلې زمونږ د کلني ریپوټ مخکي واقع شوي دي مونږ دغه مسلې دپامه نه دي غورځولي خو هغه زیاته کړه چې افغانستان په جګړه کې بوخت هیواد دی.

هغه داسي وویل ،،د افغانستان د روانې ستونزې په باب غتې مسلې په مخکي پرتې دي، افغانستان د جګړې او تاوتریخوالي په مینځ کې دی. دغه راز مسلې هر راز اندېښنې راپاروي. خو زمونږ دغه ریپوټ او په افغانستان کې د ډیپلوماسۍ هڅې پر دې متمرکزې دي چې افغانستان د یوه دیموکراتیک نظام پر لوري مزل وکړي چیري چې د اعمالو او پالیسو رعایت او احترام وشي،،.

خو د بشر د حقوقو د څارنې د سازمان څخه (برد آدمس) بیا وايي چې جمهور ریْس کرزی اوس د زیات شمیرو هغو جګړه مارانو پر ضد دریځ نه غوره کوي چې په افغانستان په بشري تیروتنو او سرغړونو تورن دي.

هغه داسي وویل ،،کرزي په پارلمان کې او د حکومت دباندي د ځینو قوي جنګ سالارانو سره نرم دریځ غوره کړی او پرې احسان کوي په داسي حال کې چې پخوا هغه هڅه کوله چې د دغو جنګ سالارانو سره مقابله وکړي نو اوس دغه دوه بیلابیل دریځونه داښيي چې کرزی اوس د ستونزې یوه برخه ده نه هغه پخوانی مینځلاری کرزی چې د ستونزې حل و،،.

د باندنیو چارو د وزارت ریپوټ وايي چې په افغانستان کې اداري فساد د سیاسي حساب کتاب له نشتوالي او د مامورینو د لږ ماشونو له کبله خپل اوج ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG