د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار ښار کې په بیلابیلو حملو کې ۳۰ کسه وژل شوي


د افغانستان د جمهور ریْس حامد کرزي ورور احمد ولي کرزي ویلي دي چې څلور ځانمرګو بم چونکو د کندهار په ښار کې په حملو کې لږ تر لږه ۳۰ کسه وژلي دي.

احمد ولي کرزی چې د کندهار د ولایتي شورا ریْس دی وايي چې د دې حملو مهم هدف چې د شنبې په ورځ وشوې، هغه زندان و چې په ۲۰۰۸ کال کې هم حمله پر شوې وه.

هغه وویل چې د بم یوه بله چاودنه د ده کور ته نېږدې شوې ده. چارواکي وايي چې په مړیو کې پولیسان هم دي. د روغتیا د چارو مامورینو ویلي دي چې په دغه پېښه کې تقریباْ ۵۰ تنه زخمي شوي دي.

د بلي خوا د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي دا امکان څرګند کړی چې دی شاید په هغه کمیسون کې چې د افغانستان راتلونکې پارلماني انتخابات څاري، خارجیان هم وټاکي.

د جمهوري ریاست یوه نطاق ( وحید عمر) نن د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان حکومت دې ته چمتوالی ښوولی چې دوه تنه غیر افغانان به د انتخاباتو د شکایاتو په کمیسون کې مقرر کړي. مګر نطاق وايي چې دا یوه استثنا ده ځکه چې د افغانستان جمهور ریْس په دې جریان اخته دی چې د انتخاباتو چارې افغاني کړي.

تیره میاشت ښاغلي کرزي ځان ته بشپړ اختیارات ورکړل چې د ملي انتخاباتو د کمیسون غړي به پخپله ټاکي. په دې فرمان سره هغه پخوانی قانون لغوه شو چې ددغه کمیسون د پنځو غړو نه درې غړي به د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل کیدل.

د افغانستان پارلماني انتخابات د سږ کال د سپټامبر په میاشت کې کېږي.

XS
SM
MD
LG